لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داعش او طالبانو پینځه ورځو کې د ۱۰۰ نه زیات کسان وژلي


Palestinian children ride in the back of a tuktuk with their father on their way to a street market in Gaza City.
Palestinian children ride in the back of a tuktuk with their father on their way to a street market in Gaza City.

په پاکستان کې په تېرو پينځو ورځو کې داعش او د طالبانو جماعت الاحرار د هېواد په څلورو واڼو صوبو او قبايلي سيمو کې د ۱۰۰و نه د زياتو کسانو وژلو دعوه کړې ده.

تر ټولو بوګنونکې حمله پرون د سند صوبې سېهون شريف کې د ديارلسمې پېړۍ د يو صوفي مزار کې شوې ده. په دغه حمله کې ۸۰ کسان وژل شوي دي.

د ترهګرو پرله پسې حملو ته په ځواب کې پوځ، پولیس او رېنجرز ځواکونو قبایلي سیمو، خېبرپښتنونخوا، پنجاب او کراچۍ کې په عملیاتو کې لږترلږ ۳۶ مشکوک ترهګر وژلي دي.

څیړونکي وايي داسې ښکاري چې پاکستان کې ټولې وسله والې ډلې یو شوي او دا د پاکستان دپاره یو نوی چېلنج دی.

خبریال طاهرخان وايي چې اوس وسله والو "ټولو ډلو یو نوی محاذ جوړ کړی دی او په هغې د دوي خبرې شوي دي او دوي اوس داسې پلان لري چې یو بل سره په همکارۍ او رابطه باندې عملیات وکړي ".

نوموړی وايي داسې ښکاري چې د ترهګرۍ تازه بریدونه د یو موثر نظام لاندې شوي دي او دا د پاکستان د ادارو دپاره چېلنج دی چې څنګه یې مخه نیسي.

سېهون کې د لعل شهباز په دربار د برید وروستو د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو خپلو پېغامونو کې نیوکې کړي دي.

په لعل شهباز دربار کې د برید نه وړاندې د چهارشنبې/ شورو ۱۵په ورځ م فرورۍ قبايلي سیمې مومندایجنسۍ او پېښور کې څلور ځانمرګي بریدونه شوي وو. په ۱۳م فرورۍ لاهور کې ځانمرګی برید، کويټه او وزیرستان کې امنیتي ځواکونه په هدف کړی شوي وو.

په تازه بریدونو کې د لعل شعباز په دربار شوي ځانمرګي برید زمه واري تُندوره ډلې داعش او په پاتې نورو کې د زیاترو زمه واري د طالبانو جماعت الاحرار نومې ډلې منلې ده.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف سره د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېدباجوه نن سېهون ته راغلي او تېره شپه د رامنځته شوې پېښې ژوبلو تپوس له ورغلي دي.

چارواکي وايي د سېهون په پېښه کې وژل شوي ۵۵ مړي خپلوانو ته سپارل شوي او نورد پېژندګلو وروستو ورکول کيږي. د دغه پېښې نزدې ۴۰ نور ژوبل نزدې د کراچۍ ترڅنګ د صوبې نورو روغتونونو ته وړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG