لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شهباز قلندر په دربار دداعش حملې د ٧٠ نه زیات کسان ووژل


د سند صوبې مشهور صوفي بزرگ لال شهباز قلندر په مزار د داعش ځانمرگي بمبار په حمله کې د ٧٠ نه زیات کسان وژل شوي دي. رپورټونه وايي په وژل شوو خلکو کې ماشوماو او زنانه هم شامل دي.

د عیني شاهدینو د وینا ترمخه په سهون ښار کې د لال شهباز د مزار مرکزي تالار ته حمله کونکی داخل شو او د ځان پورې تړلی بم يي خلاص کړو.

داعش د عماق په نوم په انټرنیټ خپله ویب پاڼه باندې د حملې ذمه واري په غاړ واخیسته او وې ویل حمله کې يي د شیعه مسلک غونډه په هدف کړه. څیړونکې وايي داعش شیعه مسلمانان کافران گڼي او ایسوسي ایټډ پریس نومي خبري اداره وايي داعش ددې نه وړاندې هم په پاکستان کې د شیعه مسلک منونکي په نخښه کړې دي.

پوليس چارواکو، د هسپتال ډاکټرانو او عیني شاهدینو ددې نه وړاندې ویلي وو په دغه ځانمرګي برید کې د ۵۰ نه سوا کسان وژل شوي او د ۲۰۰ نه سوا ژوبل شوي دي. د سېهون لال شهباز قلندر مزار د کراچۍ نه ۳۰۰ کلوميټره لرې دی.

په دغه برید کې د ماشومانو په شمول زنانه هم وژل شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند لخوا ویل شوي دغه سېمې ته د امدادي مرستو لپاره عسکر، هیلي کاپټرې او یوه سي ون ۳۰ الوتکه رسیدلې ده. په پاکستان کې روانه اونۍ د ترهګرو لخوا په ترهګر بریدونو کې یو شمیر خلک وژل شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG