لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور اؤ مهمندو کې ځانمرگي حملې، ٦ کسان وژل شوي


په پاکستان کې یو ځل بیا په یوه ورځ دخیبرپښتونخوا سرښار پيښور اؤ د قبائیلي سیمې مهمند ایجنسۍ دپولیټکل ایجڼټ دفتر وداني د ترهګرو لخوا ځانمرګي بریدونو کې په نخښه کړل شوي چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ ۸ نور ژوبل شوي دي.

او د ایف سي سرچینو ویلي په غلنۍ کې د حملې ورسته امینتي ځواکونو د ښار سره نژدې په شیخ بانډه کې د لټون په کاروايي کې پنځه مشکوک وسله وال ووژل.

د میډیا رپورټونه وايي د مهمندو او د حملې پړه جماعت الاحرار او په پیښور کې د ځانمرگي حملې ذمه واري تحریک طالبان په غاړه اخیستې ده.

په تیرو څلورو ورځو کې ترهګرو د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې پینځه چاودنې اؤ ځان وژونکي بریدونه کړي چې پکې په لسکونو کسان مړه اؤ ژوبل شوي دي.

ددغو بریدونو نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال اصف قمر باجوه اؤ وزیراعظم نوازشریف ویلي وؤ چې نور به د ترهګرو په ضد کوټلي ګامونه واخلي اؤ هغوئ به د بې ګناه کسانو وژنې ته پرې نه ږدي.

مهمند ایجنسۍ کې د پولټیکل ایجنټ د دفتر په ودانۍ خودکش حمله شوې
مهمند ایجنسۍ کې د پولټیکل ایجنټ د دفتر په ودانۍ خودکش حمله شوې


د پيښورد پولیسو مشریا ایس ایس پي سجاد خان وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي د پيښور حیات اباد سیمه کې په موټر سائیکل سور یو ځان مرګي خپل ځان په سړک تیریدونکي د جج یو ګاډي سره الوځولی چې پکې ضلعې جج یا قاضي اصف جدون اؤ درې نورې زنانه ژوبل شوي دي .
د پولیسو مشر وایي د ځان وژونکي د بدن غړي پولیس ته په لاس ورغلي اؤ نورې پلټنې کوي .
د پاکستان میډیا په دغه ځان مرګي برید کې د وژل شوؤ شمیره درې اؤ د ژوبلو شمیره ۱۸ ښودلې ده خو د حکمرانې ډلې تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړی شوکت یوسفزئ وایي پیښه کې یوازې د قاضي ډرائیور وژل شوی.
میډیا سره خبرو کې ښاغلي یوسفزي منلې چې دقاضي اصف جدون په ګډون څلور کسان ژوبل دي چې درې پکې میرمنې دي اؤ د هغوئ تعلق هم د عدلیې سره دی.
خو د پيښور پولیس یو بل مشر یا سي سی پي او ښاغلي طاهر خان ویلي د ژوبلو کسانو حالت د خطرې څخه بهر دی
د حیات اباد په کوم سړک چې دغه چاودنه شوې ټاکل شوې وه هم په دغه سړک به نن د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ا‌ؤ د صوبې اعلی وزیر پرویز خټک د یو روغتون څخه لیدنه کوله چې د هغې نه وړاندې دغه ځانمرګي برید وشو.

له دې وړاندې د شورو په سحر افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه مهمند ایجنسۍ کې تندلارو دوو ځان وژونکو بریدونو کې د دریوؤ عسکرو په ګډون څلور کسان وژلي اؤ پینځه نور یې ژوبل کړي دي.
دمهمند ایجنسۍ سیمه ایزو چارواکو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دغه برید دشورو په ورځ سحر
د مومند ايجنسۍ سرښار غلنۍ کې د پوليټيکل انتظاميې دفترو ته ننوتونکې دروازه باندې شوی
چارواکو دا خودکش حمله ګرځولې اؤ پخلی یې کړی چې د دریوؤ خاصه دار عسکرو په ګډون پکې څلور کسان وژل شوي اؤ پینځه ژوبل شوي دي.
چارواکو دا هم ویلي ځان وژونکو هڅه کوله ځانونه دپولیټیکل انتظامیې دفترونو ته ننباسي خو په دروازه ولاړو عسکرو د هغوي مخه ونیوله.
د پاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دغه بريد يې ناکامه کړی يو ځانمرګي بريد کوونکی يې په ډزو وژلی او بل ځان الوزولی دی.
د پوځ په بیان کې دعوه شوې ده چې د وړاندې نه ورته افغانستان څخه د ترهګرو د رااوښتو راپورونه ترلاسه شوي وؤ.
ددغه ځان وژونکو بریدونو څخه یوازې څلور ورځې وړاندې په ۱۱مه فرورۍ هم د مهمند ایجنسۍ اولئ امنیتي پوسته باندې تندلارو یو دروند برید کړی ؤ چې پکې دواړو خواؤ یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې وې.
دهاغه برید ذمه واري د طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه اؤ ګواښ یې کړی ؤ چې دوئ د غازي په نوم په نوؤ عملیاتو پیل وکړو اؤ اوس به ټول هیواد کې دغسې بریدونه ترسره کوي.
مهمند ایجنسي د پاکستان هاغه قبائیلي سیمه ده چې دلته تندلارو تر ټولو زیات مکتبونه په بمونو الوځولي چې شمیره یې۱۲۷ؤ ته رسیږي.
دتیرو څلورو ورځو راپدیخوا دا پینځمه حمله ده چې د جنګیالو لخوا دپاکستان په بیلابیلو سیمو کراچۍ، لاهور، جنوبي وزیرستان ، مهمند ایجنسۍ اؤ پيښور کې د ترهګرو لخوا رامینځته کیږي.
د پاکستان پیپلز پارټۍ یو مشر اعتزاز حسن ویلي پاکستان کې د ترهګرو لخوا یو ځل بیا د سر راپورته کیدو علت دادی چې امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ په ضد جوړه شوې قامي تګلاره نیشنل ایکشن پلان نه دی عملي کړی
میډیا سره خبرو کې ښاغلي اعتزاز حسن وئیلي یوازې په زباني دعوؤ د ترهګرۍ په ضد جګړه نه شي ګټل کیدلی بلکې اوس به حکومت اؤ امنیتي ادارو ته غوڅ ګامونه اخستل وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG