لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنې میرمنې وايي جرګې ته قانوني بڼه ورکول به په ښځو دظلم سند ورکول وي


د قامي اسمبلۍ یوه ښځینه غړې عائشه ګلالۍ دقامي اسمبلۍ څخه ددغه قانوني مسودې د منظوریدو نه هیڅ خبر نه ده
د قامي اسمبلۍ یوه ښځینه غړې عائشه ګلالۍ دقامي اسمبلۍ څخه ددغه قانوني مسودې د منظوریدو نه هیڅ خبر نه ده

پاکستان کې دمدني ټولنې زیاتره فعاله ښځینه غړې په قامي اسمبلۍ کې د جرګې اؤ پنچائیت په منظور شوې لانجمنه قانوني مسوده د فکر مندۍ څرګندونه کوي.

دوي وایي جرګه اؤ پنچائیت چې قانوني شکل واخلي نو دابه په ښځو د ظلم د سند ورکولو برابر خبره وي.

د روان کال د فرورۍ په دریمه نیټه دشخړو د هواري د متبادلې لارې په نوم د پاکستان قامي اسمبلۍ دیوې قانوني مسودې منظوري ورکړې وه چې له مخې به یې اوس پاکستان کې جرګې اؤ‌ پنچائیت ته قانوني بڼه ورکړل کیږي.

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ یوه ښځینه غړې عائشه ګلالۍ دقامي اسمبلۍ څخه ددغه قانوني مسودې د منظوریدو نه هیڅ خبر نه ده .

وائس اف امریکه ډیوه چې کله هغې نه وپوښتل تاسو ددغه قانون په حق کې یې که مخالفه؟ نوهغې خپله بې خبري په دې ټکو وښوده”زه خو بیخي نه یم خبر چې ګنې دغسې کومه مسوده هم د پارلمان نه منظوره شوې ده”

عائشه ګلالۍ وویل که دا مسوده منظور شوي وي نو زه یې په سختو ټکو کې غندنه کوم

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې عائشه ګلالۍ وویل پاکستان کې خو اوس د جرګو نه یو کاروبار جوړ شوی.

“پیشه ور جرګه ماران د پیسو دپاره جرګې کوي چې هیڅ د انصاف هیله ترې نه شي کیدلی”

هغې وویل په دې جرګو کې وړې جینکۍ بوډاګانو ته ودولی شي، سوره کې ورکولی شي ، د وژنو پریکړې یې کولی شي ،

دعائشه ګلالۍ په وینا زه "خو ویم چې د انصاف تقاضه به دا وي چې چرته داسې جرګې کیږي پولیس باید په هغوئ چاپې وهي اؤ دغه پیشه ور خلک نیسي"

هغې وویل چرته هم په جرګه یا پنچائیت کې د ښځو دریځ ته چا غوږ نه دی ایښودی اؤ نه ښځو ته په جرګه کې د ګډون حق وي.

هغه وایي په پاکستان کې عدالتي نظام شته نو بیا هیڅ ضرورت نه لیدل کیږي چې جرګه دې قانوني بڼه خپله کړي .

دغه قانوني مسوده د پاکستان په ۳۴۲ؤ غړو مشتمله قامي اسمبلۍ کې یوازې د دریویشتوکسانو منظور کړې ده.چې په هغې کې ۱۷ حکومتي اؤ ۶ مخالف

غړي دي.

د مسودې منظوریدو وروستو د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامد پارلمان ته ویلي وؤ دا قانون به په پلازمینه اسلام اباد کې سمدستي پځایې وي اؤ د صوبو په خوښه به وروستو صوبو ته هم وغځول شي.

هغه ویلی وؤ دجرګو اؤ پنچائیت نظام هیواد کې د مودو راهسې موجود دی خو مونږ ورته قانوني تحفظ ورکوؤ.

خو په پيښور کې د مدني ټولنې یوه فعاله میرمن ثناء اعجاز وایي هر چاته معلومه ده چې په پښتونخوا اؤقبائیلي سیمو کې ښځه د جرګې اؤ نور پاکستان کې د پنجائیت لاندې د ظلم اؤ بریریت ښکار ده .

" داخبره خبره چانه پټه ده چې په پښتنه ټولنه کې یو سړی راولګي بل سړی ووژني ، کله چې بیا ددغه دښمنۍ ختمولو دپاره جرګه کښیني نو ډیر په ډاډه زړه په کور ناستې بې ګناه میرمنې د دښمنۍ ختمولو دپاره په سوره کې ورکړي،

هغه وایي "کومې جینکۍ چې په سوره کې ورکړل کیږي د هغوئ‌ په جرم کې هیڅ لاس اؤ قصور نه وي "

ثناء اعجاز ‌ډیوه ویب پاڼې ته وویل مخکې به جرګې د انصاف ډکې وي اؤ ایمانداره مشرانو به کولې خو اوسنۍ جرګې بدمعاشانو، سمګلرانو اؤ طاقتورو ته پاتې شوي.

" دغه بدمعشان اؤ زورور خلک مدام د زورور اؤ‌پیسه دار په حق کې فیصلې کوي مظلومان اؤ کمزوري خلک سزاوار ګرځوي"

ثناء اعجاز وایي داچې تیر کال په نتهیا ګلۍ کې یوه وړه ماشومه جینۍ ژوندۍ په اور وسوځول شوه ، یا په سندهـ ایالت کې څومره میرمنې ووژل شوي د هغوئ د وژنو سندونه هم دغو جرګو اؤ پنچائیت خپاره کړي وؤ.

اؤ که اوس حکومت دغه جرګې اؤ‌پنچائیت ته قانوني بڼه ورکوي نو ددې مطلب داشو چې پاکستان کې به په ښځه ذات زور زیاتي کولو ته قانوني حیثیت حاصل شي.

هغه وایي که داسې وشي نو دا به د بشري حقونو څخه خلاف ورزي وي

د پاکستان د قانون د وزیر د وینا له مخې د شخړو د متبادل هواري ددغه قانون لاندې به ۲۳ قسمه شخړې هوارولی شي.

په دغو شخړو کې د د زمکې د خاوند اؤ کرایه دار تر مینځ لانجې کونجې، د زمکو اؤ جائیداد ستونزې، اولسي معاملات، کاروباري معاملې ، د مسلکي غفلت چارې، کورنۍ شخړې لکه د ودونو ماتیدل ، په زمکو د قبضې اؤ ځینې نورې معاملې شامل دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG