لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ویلنټائن ډی بندیز دمدني فعالانو سخت غبرګون راپارولی


اسلام اباد هائیکورټ پریکړه کړې ده چې پاکستان کې به څوک د مینې د اظهار ورځ نه نمانځي
اسلام اباد هائیکورټ پریکړه کړې ده چې پاکستان کې به څوک د مینې د اظهار ورځ نه نمانځي

پاکستان کې د اسلام اباد هائیکورټ لخوا په ویلنټاين ډی د بندیز لګول کیدو باوجود په سوشل میډیا په لکونو پاکستاني وګړو د ویلنټائن ډی د ورځي په مناسبت خپلو مئینانو سره د مینې اظهار کړی اؤ د اسلام اباد هائیکورټ پریکړه یې شرمناکه ګرځولې .

نومیالی څیړنکار پروفیسر خادم حسین عامر په سوشل میډیا په دغې حوالې سره لیکي چې "داسلام اباد پولیسو دزړه په څیر جوړې پوکڼۍ نيولي، دا د ددوو ذهنيتونو ترمينځ يوه جګړه ښکاري — يو هاغه ذهنیت چې ژوند ته ديوې ښکلا په نظر ګوري اؤ مینه ورسره لري او بل هاغه چې ژوند ته ديو بد او کرکې دجوګه څيز په نظر ګوري، دپاکستان رياست ددوهم ذهنيت( ژوند بد او دکرکې جوګه) ملاتړ کوي"

و
و

بارکوال میاخیل چې د پښتو یو وتلی لیکوال اؤ شاعر دی د ویلنټائن ډی په نسبت یې په سوشل میډیا لیکلي "د وېلنټاین بوټی به پر هغه خاوره په ډېره ګرانه را شین کېږي، چې د جګړو داستانو پکې په ویاړ او جګ سر بیانېږي، خو د مینې داستان پکې د شرم، پېغور او سپکاوي وړ ګڼل کېږي"

د خیبرپښتونخوا د ټي وي یوې نطاقې صویبه یوسفزئ په سوشل میډیا ګیله راپورته کړې چې"د محبت ورځ لمانځل خو جرم دی خو بې ګناه انسان ووژل جائزدي"

د افضل خان په نوم یو پښتون مدني فعال بیا په دغه حوالې سره خپل د زړه بړاس په شعر کې ویستی اؤ لیکي چې

"ملا دشر خبره وکړي اؤ ثواب وګټي // مونږ چې د مینې کیسه وکړو نو ګناه وګټو"

په پاکستان کې مذهبي طبقه د ویلنټائن ډی اؤ باډیوؤ الوځولو د تهوار په حواله دلیل وړاندې کوي چې دا د هندوانو اؤ انګریزانو رسمونه دي

خو ښاغلی حسین په دغه اړه بیا په اردو ژبه کې یوه طنزیه پوښتنه په سوشل میډیا کې کړې ده چې

" دا ویلنټاين ډی ، اؤ د بادیوې خیژول خو د هندوانو اؤ سپین پوستو رسمونه دی اؤ دا کرکټ خو محمد بن قاسم شروع کړی ؤ که نه ؟ "

د اسماعیل اولسیار په نوم یو بل مدني فعال بیا وایي چې په پاکستان کې خو اوس دقانون پځایې کوونکو ادارو لخوا دا ګیلې عام دي چې مونږ ترهګر ونیسو اؤ عدالتونه یې خوشې کړي.

هغه وایي مظلومان کال وسر د عدالتونو چکرې وهي ، کیسونه یې نه فیصله کیږي اؤ د تاریخ دپاسه تاریخ ورکول کیږي خو دمینې د اظهار په ورځ بندیز لګول د اسلام اباد هائیکورټ دپاره وړومبۍ ترجیح وه.

نوموړی لیکي ددغسې اقداماتو له لارې نړۍ ته دا تاثر ورکول کیږي چې په پاکستان کې نن هم کرکې اؤ نفرت خورولو باندې هیڅ بندیز نشته خو په مینه خورولو پابندي ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG