لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې په غېرقانونه توګه مېشت سلګونو کسان نیول شوي


تېره میاشت د صدر ټرمپ په اېګزیکټیو حکمنامه کې په امریکا کې په غېرقانونه توګه مېشت ۱۱ ملینه مهاجرینو د نیولو خبره شوې وه.
تېره میاشت د صدر ټرمپ په اېګزیکټیو حکمنامه کې په امریکا کې په غېرقانونه توګه مېشت ۱۱ ملینه مهاجرینو د نیولو خبره شوې وه.

د امریکا امېګرېشن چارواکو روانه اوونۍ په ټول ملک کې چهاپې وهلې او په غېرقانونه توګه مېشت په سلګونو مهاجرین یې نیولي دي، ولې چارواکو ویلي دغه ګام يې د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د تازه حکمنامې سره تړاؤ نه لري.

د کورني امنیت د ساتنې ادارې ویاندې ګیلین کرسټنسي واشنګټن پوسټ ته ویلي، په چهاپو کې هغه مهاجرین په هدف شوي چې د قانوني اسنادو پرته جرمونو کې ککړ ؤ، او دا د معمول عملیات ؤ.

هغې ویلي "د هغې خلکو خبره کوي څوک چې د ملکي وګړو د امنیت دپاره ګواښ دی او یا د مهاجرت نظام ته".

د مهاجرت او کسټم ادارې ویاندې جینېفر ایلزیا د فرانس خبري ادارې ای اېف پي ته ویلي "د دغو عملیاتو پام د معمول نه بدل نه ؤ، او دغه ډول عملیات هره ورځ ترسره کيږي".

دغه عملیات لږترلږه په شپږو ریاستونو او اټلانټا، شیکاګو، نیویارک او لاس اېنجلس ښارونو کې ترسره شوي دي.

د جمعې په شپه خبریالانو سره په خبرو کې د ائي سي اي او ايي آر او کی یو ډايریکټر ډیوډ مارین ویلي چې په لاس اېنجلس کې نیول شوي ۷۵ فیصده کسان په وړو وړو جرمونو کې ککړ ؤ، د دې د صدر ټرمپ د حکمنامې سره هيڅ تړاؤ نشته او په تېر وخت کې هم دغه ډول عملیات ترسره شوي دي.

تېره میاشت د صدر ټرمپ په اېګزیکټیو حکمنامه کې په امریکا کې په غېرقانونه توګه مېشت ۱۱ ملینه مهاجرینو د نیولو خبره شوې وه.

نوموړي د پخواني صدر باراک اوباما د انتظامیې په هغو پالیسو کې هم بدلون کړی چې غېرقانونه مهاجر به د ملک نه ویستل کېده.

د تازه وهل شوؤ چهاپو په ضد په ټول ملک کې مظاهرې هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG