لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکيل افريدي قضيه قبايلي عدالت په 29م ځل ځنډولې


د پاکستان یو قبايلي عدالت په نهه ویشتم ځل د ډاکټر شکيل افريدي​ قضيه ځنډولې ده- په نوموړي رسمي تور بل څه دی خو امريکا اوځيني نور پاکستاني حکومتي سرچينې گڼي هغه د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په درک لگولو کې د مرستې په جرم کې بندي دی-

ډاکټر شکيل افريدي ته قبايلي عدالت د یو ځايي ترهگر گوند سره د مرستو په تور کې د 33 کالو قید سزا اورولې ده – دکال 2013م داګست مياشت کې دپيښور کمشنر په 2012م کې هغه ته اورول شوې سزا رد کړې وه اؤ دهغه دمقدمې بيا دسره دپيل کولو امر يې کړى ؤ.

د ډ یوه سره په خبرو کې د شکيل افريدي وکيل قمر نديم اوویل نن هم سرکاري وکيل عدالت ته حاضر نه شو او قاضي د اوریدنې بله نیټه د اپریل دولسمه خوښه کړې ده- وکيل وايي کیدې شي په بله اورونه کې عدالت د دويي خبره واوري-

امريکا ډاکټر شکيل افريدي هیرو یا اتل مني او وايي هغه نړۍ د یو خطرناک مجرم څخه په خلاصولو کې کمک کړی دی-

په امريکا کې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شکيل افريدي د پاکستان د قېد نه خلاصولو لپاره کار کونکی يو تنظيم د فرورۍ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ويلي وو د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر افريدي د خوشې کولو لپاره د پاکستان پوځي چارواکو سره پټې خبرې روانې دي. د امريکا فاکس نيوز سره يوه مرکه کې د تنظيم مشر باب لارسچ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر افريدي ته اتل ویلي وو

ډاکټر شکیل افریدی د کال 2011م د مئ په میاشت کې هغه وخت نیول شوی ؤ چې په خیبر ایجنسۍ کې يې د سرجن ډاکټر په توګه کار کولو-

د مدثر شاه څخه تفصيلي رپورټ واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG