لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: ښايي د طالبانو کمزورې مشرتابه د سولې خبرو ته موقعه برابره کړي


د فېرل په وینا "مونږ ته ډېرو کسانو په مرکو کې ویلي چې هغه (هبت الله) تش په نوم مشر دی"
د فېرل په وینا "مونږ ته ډېرو کسانو په مرکو کې ویلي چې هغه (هبت الله) تش په نوم مشر دی"

د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه افغانستان کې په ۲۰۱۶م کال کې د مرګ ژوبلو شمېره نوره سېوا شوې، ۳۵۰۰ تنه وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ژوبل شوي دي. ولې څيړونکي په دې نظر دي چې طالبان په ژوره توګه وېشل شوي، او ښايي داسې کېدل "وسله والو سره د سولې خبرو" ته موقع برابره کړي.

د یوې څېړنې ترمخه د طالبانو نه د درځنونو په شمېره کې مرکو نه معلومه شوې چې د طالبانو په منځ کې دننه د رتبې په حساب وړاندېزونه چاؤدونه یا درزونه جوړوي.

د رايل یونائټډ سروس انسټیټیوټ پروفېسر تهیو فېرل چې د راپور شریک لیکوال دی هغه ویلي په طالبانو کې "داسې مشران کمانډران ؤ چې ځانمرګی برید به يې د خپلې مشهورتیا دپاره کول"، فېرل زیاته کړې "په طالبانو کې ډېر جګړې کولو ته ژمن دي ولې بیا هم امکان موجود دی چې جګړه کمه شي".

د فېرل ترمخه دا راز د طالبانو په کمزوري مشرتابه کې پټ دی.

فېرل ويلي، د طالبانو نوی مشر هبت الله اخونزاده د "کمزوری او وېشلی مشر لیدل کيږي".

د فېرل په وینا "مونږ ته ډېرو کسانو په مرکو کې ویلي چې هغه (هبت الله) تش په نوم مشر دی، د طالبانو اصل واک بل ځای دی، ځکه لیدل کیږي چې دغه تحریک به بغېر د مشره پاتې شي".

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ځینې غېر رسمی خبرې شوي خو د طالبانو مشران غوښتنه کوي چې د رسمي خبرو نه وړاندې دې د نېټو په مشرۍ ۱۳زره بهر ملکی سرتيري ووځي.

افغان صدر اشرف غني په خپل هېواد کې د خونړو پېښو او وینو توېدو په اړوند تور په پاکستان لګولی ؤ چې وسله والو ته يې په خپله خاوره ځای ورکړی او پرضد یې عملیات نه کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

اشرف غني ویلي ؤ چې "ځینې اوس هم هغوي (وسله والو) ته پناه ورکوي لګیا دي او د هغوي نېټ ورکې زغمي، لکه څنګه چې د طالبانو یو مهم مشر ملا رحمت الله کاکازاده په وروستیو کې ویلي ؤ که چرته پاکستان کې ورته پناه نه مېلاوېدی یوه میاشت نه شو پاتې کېدی".

فېرل ویلي، چې د طالبانو د مشرتابه نه په شا شوي کمانډران دې فعال شي چې هغه وویني او د شخړې د خاتمې د شریک مقصد دپاره لار رااوباسي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG