لاس رسیدونکی لینک

د اسفندیار ولي قبایلو سره په احتجاج کې د ملاتړ اعلان


اسفنديار ولي خان غوښتنه کوي چې فاټا دې زر تر زره خېبر پښتونخوا کې شامله کړی شي

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وائي په ۱۲م مارچ د قبايلي سيمې د پارليماني غړو لخوا کېدونکې احتجاج کې به يې ورسره ګوند هم شریک وي.

په چارسده ضلع کې يوې غونډې ته اسفنديار ولي خان ويلي قبائيلي اولس د پاکستان د ازادۍ نه وروستو د تور قانون اېف سي آر لاندې ژوند تېروي او اوس وخت راغلی، چې دغه خلک هم بشري حقونو ته لاس رسی ولري،

​"د فاټا پارليماني غړو ویلي که ۱۲م مارچ پورې اصلاحات اعلان نه شو نو اسلام اباد کې به دهرنا ورکوي، زه به ورسره دغه دهرنا کې کښينم،ده (نوازشريف) نه به د کپتان (عمران خان) دهرنا هيره شي، ده د پښتنو دهرنا نه ده ليدلي".

اسفنديار ولي خان زياته کړې دويي غوښتنه کوي چې فاټا دې زر تر زره خېبر پښتونخوا کې شامله کړی شي او د کال ۲۰۱۸ م ټولټاکنو کې دې قبايلي علاقو ته صوبائي اسمبلۍ کې سيټونه هم ورکړل شي او وزارتونو کې دې هم فاټا ته برخه ورکړل شي.

اسفنديار ولي خان ویلي خان د اېن اېف سي اېوارډ تر څنګ دې په ګډ قامي امدن کې فاټا ته پينځه فيصده برخه ورکړل شي چې د دغه سيمي د اولس د محرومو ازاله وشي.

د قبايلي سيمو پارليماني غړو او فاټا سياسي اتحاد په اسلام اباد کې د هغې وروستو د احتجاج فېصله کړې کله چې په اوومه فرورۍ کېدونکې د وفاقي کابينې غونډې د ايجنډې نه د فاټا اصلاحاتو معامله وويستل شوه. په دغه اجلاس کې قوي امکان ؤ،چې اصلاحات منظور شي.

د فاټا سياسي اتحاد د عوامي نيشنل ګوند د دغه اعلان هر کلی کړی او په نورو سياسي ګوندونو يي هم غږ کړی چې دغه احتجاج کې ورسره برخه واخلي.

د اتحادي مشر نثار مومند ډيوه ريډيو ته ويلي اسفنديار ولې خان ثابته کړه چې د پښتنو مشر دی او قبايلي اولس ته یې په دغه مشکل وخت کې اوږه ورکړه.

XS
SM
MD
LG