لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هائيکورټ د حافظ سعيد د خوشې کولو درخواست رد کړی


ه دې وروستيو کې د پاکستان حکومت حافظ سعيد سره د څلورو ملګرو امنيت ته د زيان رسولو په تور نيولی دی
ه دې وروستيو کې د پاکستان حکومت حافظ سعيد سره د څلورو ملګرو امنيت ته د زيان رسولو په تور نيولی دی

د پاکستان د پنجاب صوبې ستر عدالت د لاقانونه ګرځول شوې او د هند مخالفه لشکر طېبه(جماعت الدعوه) نومې تندرويه ډلې مشر حافظ سعيد د خوشې کولو درخواست رد کړی دی.
د لاهور ستر عدالت (هائيکورټ) کې د يو مقامي وکيل لخوا د حافظ سعيد خوشې کولو خواست جمع کړی شوی وو، په خواست کې وئيل شوي وو چې حافظ سعيد د ترهګرۍ سره هيڅ تړاو نه لري او د نړيوال فشار لاندې د پاکستان حکومت نيولی دی کوم چې د انسانې حقونو نه سرغړونه ده.
په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت حافظ سعيد سره د څلورو ملګرو امنيت ته د زيان رسولو په تور نيولی دی.
د مرکزي حکومت په وينا چې د جماعت الدعوه د سېورې لاندې کارکوونکې فلاح انسانيت نومې ادارې فعاليتونه يې هم تړلي دي.
په پاکستان کې جماعت الدعوه تنظيم د "تحريک ازادي کشمير" په نوم فعاليتونه پېل کړي او راپورونه وايي چې د دغه نوي نوم لاندې يې اوس هم هلې ځلې روانې دي.
هند د حافظ سعيد پرضد وخت په وخت د کاروايۍ غوښتنې کوي او هغه په ممبۍ ښار کې د شوي بريدونو ذمه وار بولي.
د حافظ سعید د نیولو وروستو د هند او پاکستان اړیکې نورې هم ترینګلې شوي او د هند داخله وزیر راج نات سنګهـ په یو بیان کې د حافظ سعید په ضد پورته کړی شوي ګامونه نیمګړي بللي، راج نات سنګهـ دړکه ورکړې که پاکستان خپله رویه سمه نه کړه نو هند یو ځلې بیا د هند مخالفه ډلو په ضد په پاکستان کې (سرجیکل سټرائیکس) بریدونه کولی شي.
بل اړخ ته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي پاکستان د هند لخوا د هر ډول ګام ځواب ورکولو توان لري او داسې کولو ته تیار دی.
امريکې او ملګرو ملتونو هم د حافظ سعيد ډله (جماعت الدعوه) يوه ترهګره ډله ګرځولې ده.
د پاکستان او هند د تعلقاتو او د حافظ سعيد د نيولو په اړه څيړونکی او وکيل خاور سعيد وايي پاکستان ته به د حافظ سعيد پرضد کارروايي کول وي او يا به نړۍ ته دا باور ورکوي چې دا ډله د ترهه ګرۍ په کومو بريدونو کې هېڅ لاس نه لري.
د پاکستان حکومت د حافظ سعيد د نيولو او په تنظيم په هلو ځلو د پابندۍ په اړه وايي چې دا هر څه يې د قامي ايکشن پلان لاندې د ملکي ګټو دپاره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG