لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان کډوالو د نوې پاليسۍ منظوري ورکړي


د حکومتي شمېرو ترمخه يو نيم ملين رجسټر افغان کډوال پاکستان کې ژوند کوي
د حکومتي شمېرو ترمخه يو نيم ملين رجسټر افغان کډوال پاکستان کې ژوند کوي

د پاکستان مرکزي کابينې دلته موجود افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته د تلو د پاليسۍ منظوري ورکړې ده او ويلي يې دي چې اوس به بې له ويزې افغان کډوالو ته د راتلو اجازت نه وي.

د نهې په ورځ شوې د کابينې غونډې وروستو مطبوعاتو سره په خبرو کې د اطلاعاتو وزير مملکت مريم اورنګزېب وويل چې هغه کډوال چې کارډونه لري د روان کال د دسمبر د يودېرشمې نېټې پورې په پاکستان کې پاتې کېدې شي او هغه افغان کډوال چې اندراج يې نه دی شوی د هغوي په اړه د کورنيو چارو وزارت ته ويل شوي چې د دوي د شمېرې معلومولو او رجسټر کولو په اړه دې کار د د سمبر د يودېرشمې نېټې پورې سر ته ورسول شي.

د مريم اورنګزېب په وېنا چې د افغانستان او پاکستان په پُوله به اوس د مهاجرت يا تګ راتګ (اميګرېشن) قانون به عملي کولی شي ((په پُوله د تګ راتګ چې کوم عمل دی يو خو به هغه خودکاره کولی شي او بله دا چې د مهاجرت څومره هم قانونونه دي هغه به عملي کولی شي، بله پرېکړه د کابينې په غونډه کې دا شوې چې د تلو راتلو په اجازت نامه به کوم تګ راتګ کېدلو هغه به هم د خودکاره کولو سره سره د دغه پاليسو په مطابق کېږي))

بل اړخ ته په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټرعمرزاخېلوال د پاکستان يو شخصي ټي وي سره د خبرو پر وخت ويلي چې د افغانانو پاکستان ته راتګ په خپله د دې هېواد دپاره اقتصادي ګټې لري ((زمونږ سره اوس بله لاره بې له ويزې نشته، زۀ خو وايم چې پاکستان او افغانستان د يو بل ته د احترام او عزت په فضا کې متقابل اوسي، د پاکستان د امن حامي په افغانستان کې او د افغانستان د امن حامي په پاکستان کې اوسي، دا دواړه هېوادونه يو بل ته اقتصادي ګټې لري نو بايد دا لارې سره کمې نه شي بلکې زياتې شي، زمونږ سره سره د عام ولس هم دا غوښتنه ده، که سرحدي مناطق وکتل شي نو دکوئټې نه تر پېښوره پورې او د جنوبي شمالي وزيرستان اقتصاد د پولې اخوا پورې ولاړ دی او د هغه اړخ اقتصاد په دې اړخ ولاړ دی))

د راپورونو ترمخه د پاکستان او افغانستان ترمنځه په چمن او طورخم پولو باندې هره ورځ په زرګونو خلک تګ راتګ کوي او وړاندې داسې راپورونه هم راغلي چې د پاکستان دپاره دا ممکن نه ده چې د افغانستان له خوا د هر يو راتلونکي څارنه وکړي.

د حکومتي شمېرو ترمخه يو نيم ملين رجسټر افغان کډوال پاکستان کې ژوند کوي او ځيني راپورونه دا هم وايي چې د دې نه زيات غېررجسټر کډوال په پاکستان کې موجود دي۔

د پاکستان مرکزي کابينې نن د نهې په ورځ شوې غونډه کې د انتخابي اصلاحاتو منظوري هم ورکړه چې ترمخه به يې هر ګوند زنانوو ته په ټولټاکنو کې پينځه فيصده برخه ورکوي۔ د دې نه وړاندې د پاکستان سينيټ هم يو قانون منظور کړی وو د کوم ترمخه چې د جرګې يا د کوم چا په وينا زنانه د ووټ اچولو نه منع کول جرم ګرځول شوي وو۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG