لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرائیل پارلیمان د فلسطین په خاوره د څلورو زرو ودانو کولو منظوري ورکړې


(دي نیسټ) د ګل په ورځ دا بل منظور کړی دی، او په حق کې يې ۶۰ او په مخالفت کې يې ۵۲ رايې ورکړی شوي دي
(دي نیسټ) د ګل په ورځ دا بل منظور کړی دی، او په حق کې يې ۶۰ او په مخالفت کې يې ۵۲ رايې ورکړی شوي دي

د اسرائیل پارلیمان د ودانو جوړولو په اړوند د یو قانون منظور کړی کوم چې به په یقیني توګه عدالت کې چېلنج کيږي اوپه نړیوال کچ به پرې په اسرائیل ګوتې پورته کيږي.

(دي نیسټ) د ګل په ورځ دا بل منظور کړی دی، او په حق کې يې ۶۰ او په مخالفت کې يې ۵۲ رايې ورکړی شوي دي، د کوم لاندې چې په لویدیځه کناره باندې د فلسطین شخصي زمکه باندې څلورو زرو ودانو ته د تېر تاریخ نه قانوني حیثیت په لاس ورغلی دی، کومه سیمه چې فلسطینیان د خپل راتلونکې ریاست برخه ګرځوي.

د ښي او کیڼ اړخه اسرائیلي قانون سازو په دغه لانجمن اقدام باندې تُند بحث کړی دی، مخالفه ډلې دا ګام د لویدیځې کنارې په سمدستي ډول برخې جوړولو هڅه بللې ده، د کوم نه چې د هغويې په وینا کېدی شي په دغه اړند اسرائیل د هېګ د انصاف نړیوال عدالت ته مخامخ شي.

یو قانون جوړونکي ویلي دا اقدام "د اسرائيلي ریاست دپاره د سختې خطرې" سبب جوړېدی شي، او زیاته کړې يې ده چې دا د اسرائیل د قانون په ضد دی، د اسرائیل لوې څارنوال دا غېرائيني ګرځولی دی.

ملت پالو قانون سازو ویلي دي، چې یهودیانو ته په دغه خاوره پخوانی حق حاصل دی، هغه ویلي دغو ودانو کولو ته قانوني بڼه ورکول د اسرائیل په ګټه کې دي، او دا تاثر يې رد کړی دی چې دا برخې جوړولو ته لار هواروي.

په دغه ګام فلسطین د قهر څرګندونه کوي.

د فلسطیني صدر محمود عباس یو ویاند ویلي دي چې "دې سره به حالات کړکېچن شي او بې ثباتي او اړی ګړی به ترې جوړ شي"، ویاند دې قانون ته ویلي چې د "قبلولو وړ نه دی".

د فلسطین د ازادۍ یو تنظیم ویاند د دغه اقدام غندنه کړې او دې ته یې "غلا ته د قانوني جواز ورکولو" برابر ویلي دي، که څه هم په قانون جوړونه کې فلسطینیانو ته د معاوضې ورکولو مادې شامل دي یا بیا په بدل کې د زمکې ورکولو خبره پکې هم شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG