لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاخیلوال:د پاکستان د لوري طالبانو سره د مرستې قوي ثبونه لرو


سفیر وویل د ملا نري وژنه ښایي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړې ته ژمن دی
سفیر وویل د ملا نري وژنه ښایي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړې ته ژمن دی

پاکستان اؤ افغانستان د تیرې ډیرې مودې راهسې یو بل ترهګرو سره په مرستو تورنوي خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وایي پاکستان د افغانستان خلاف د ترهګرو د مرستې داسې مستند شواهد په لاس کې نه لري لکه څنګه چې یې افغانستان د پاکستان په ضد لري.

یو شخصي ټيلي ویژن سره مرکه کې افغان سفیر ویلي "دوئ د ملا فضل الله افغانستان کې د موجودیت په اړه داسې قوي شواهد نه لري لکه مونږه چې پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د موجودیت په اړه لرل یا یې د کوئټې د شورا په هکله لرو"

هغه وویل کله چې د طالبانو مشر اختر محمد منصور په پاکستان کې ووژل شو نو له هغې ورورستو د طالبانو د نوي مشر ملا هیبت الله د ټاکنې دپاره مجلسونه په کوئټه کې راجوړ شول.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان مشران په پاکستان کې خپل درکونه اؤ ناستې پاستې لري چې په دې اوس ټوله نړۍ خبره ده خو برعکس پاکستان داسې قوي شواهد په لاس کې نه لري چې د افغانستان خاوره څوک د پاکستان په ضد کاروي.

سفیرښاغلي زاخیلوال وویل"خو په دې مانا هم نه دي چې افغانستان پخپله خاوره کې د پاکستان ضد عناصرو په ضد د کارروائیو نه د ډډې کولو دپاره بهانې لټوې"

هغه وویل د پيښور په ارمي پبلک سکول ترسره شوي برید کې د تورن پاکستاني طالب مشر ملا نري په خوست کې وژنه ددې خبرې غمازي کوي چې افغانستان د ترهګرۍ په ضد جګړې ته ژمن اؤ مخلص دی .

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ دپاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د پاکستان له لوري افغانستان کې د لاسوهنې تورونه رد کړي اؤ افغانستان کې یې د پاکستان ضد عناصرو د فعالیتونو په اړه خپل تورونه یو ځل بیا تکرار کړي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG