لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: عدالت د صدرټرمپ د حکمنامې بیرته په ځای کولو خواست رد کړی


صدر ټرمپ په عدالتي فېصله سخته نیوکه کړې او دې ته یې نامناسبه ویلي ؤ.
صدر ټرمپ په عدالتي فېصله سخته نیوکه کړې او دې ته یې نامناسبه ویلي ؤ.

امریکايي عدالت د ټرمپ د انتظاميې لخوا شوی هغه خواست رد کړی چې پکې ویل شوي ؤ په سمدستي ډول دې د صدر ډونلډټرمپ په اووه اسلامي اکثریتی ملکونو د سفري بندېزونو حکمنامه بیرته په ځای کړی شي.

د خواستونو نهم امریکايي سرکټ کورټ (عدالت) سان فرانسسکو د ټرمپ انتظاميې او د واشنګټن ریاست ته ویلي چې د خپل دریز په اړوند دې د ګل د ورځې ماسپخين نه پس نور دلیلونه وړاندې کړي.

سرپرست څارنوال د حکومت لخوا په جمع کړي دریز کې په دې خبره زور راوړی ؤ چې کله دا فېصله کول وي چې څوک امریکا ته راتلی یا پکې پاتې کېدی شي صدر ته دغه واک د عدلیې د چوکاټ نه زیات ترلاسه دی.

د محکمه انصاف لخوا د خالي په ورځ دغه خواست شوی ؤ او د اتوار په سهار وختي مرکزي جج فېصله په ځای ساتلې ده.

صدر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت یوه حکمنامه لاسلیک کړې وه د کوم لاندې چې د اووه اکثریتي مسلمان ملکونو څخه د ۹۰ ورځو پورې څوک امریکا ته نشي راتلی او په مهاجرینو امریکا ته په راتګ د ۱۲۰ ورځو بندېز لګول شوي ؤ.

د حکمنامې په اړوند د ټرمپ انتظامیې ویلي ؤ چې ملکي امنیت ته په کتو يې د خلکو امریکا ته د راتلو د طریقې جاج اخستل دي.

ولې د حکمنامې په ضد نه یواځې په امریکا بلکې د نړۍ د یو شمېر ملکونو نه سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ.

په حکمنامه کې ایران، عراق، لیبیا، شام، سوډان، صومالیه او یمن نه د خلکو امریکا ته په راتګ بندېز لګول شوی دی.

د جمعې په ورځ د واشنګټن ریاست یو جج په صدارتي حکمنامه عمل کول ودرولی او د هغې وروستو د پابندې ښکار ملکونو هغه وګړي چې امریکايي ویزه ورسره وه امریکا ته د راتلو اجازه ملاؤ شوې وه.

صدر ټرمپ په عدالتي فېصله سخته نیوکه کړې او دې ته یې نامناسبه ویلي ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG