لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ډاکټرشکیل افریدي په سر امریکا سره خبرې کولی شي


ډاکټر شکیل افریدی دا وخت د پېښور په زندان کې د ۳۳ کالو بند تېروي.
ډاکټر شکیل افریدی دا وخت د پېښور په زندان کې د ۳۳ کالو بند تېروي.

د پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي داسې اشاره ورکړې چې حکومت به يې د امریکا نوې انتظاميې سره د ډاکټر شکیل افریدي د ازادولو په سر خبرو ته تیار شي، په زندان کې بند ډاکټر افریدي په کال ۲۰۱۱م کې د اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکا مرسته کړې وه.

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو مشاور طارق فاطمي ویلي "مونږ به د خپل قانون په چوکاټ کې دا مسله سمبال کړو او په یو وخت مونږ چا سره لانجه جوړول نه غواړو، او دا زمونږ د قانون هدف نه دی".

نوموړي دا خبره د پاکستان یو شخصي ټيلي ويژن چېنل (جیونیوز) په خبرو کې کړې په داسې مهال کړې چې راپورونه وايي د امریکا نوي صدر ډونلډ ټرمپ د افریدي د خوشي کولو دپاره په پاکستان فشار سېوا کړی.

فاطمي دغه خبرونه رد کړي او ویلي يې دي د ټرمپ د انتظاميې سره یې په دغه اړوند لا کوم ډول خبرې نه دي شوي.

فاطمي منلې چې د امریکا مخکنۍ انتظامیې د افريدي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو په ځواب کې ورته ویل شوي وو چې هغه د پاکستان د قانون سرغړونه کړې او د یو پاکستاني په حېث چلند به ورسره کیږي.

ډاکټر افریدي ته د امریکا استخباراتي ادارې سي آئي ای سره د اسامه بن لادن د مالومولو دپاره د جعلي کمپاین چلولو او ډي اېن ای نمونو اخستو په سر اتل ويل کيږي، د القاعده مشر امریکايي ځواکونو د کال ۲۰۱۱م د مئي په میاشت کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې وژلی ؤ.

فاطمي ویلي "د افريدي د عمل به د کوم بل ملک دپاره ګټور ؤ، خو دا معامله د پاکستاني قانون لاندې ده".

ډاکټر شکیل افریدی دا وخت د پېښور په زندان کې د ۳۳ کالو بند تېروي.

فاطمي دا راپورونه هم رد کړي چې د ټرمپ انتظاميه پلان لري پاکستان د اووه اکثریتي مسلمان ملکونو سره په سفري بندېزونو کې شامل کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG