لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په اصلاحاتو به د پارلیماني استازو اندېښې لرې کړی شي


راتلونکې اوونۍ د مرکزي کابېنې غونډه ټاکل شوې او په ایجنډا کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو رپورټ هم شامل دی.
راتلونکې اوونۍ د مرکزي کابېنې غونډه ټاکل شوې او په ایجنډا کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو رپورټ هم شامل دی.

د پاکستان مرکزی حکومت باور ورکړی چې د قبایلي سیمو (فاټا) د اصلاحاتو په اړوند به د سیمې د پارلیماني استازو او سیاسي ډلو اندېښنې لرې کولی شي.

د پاکستان د ریاستونو او سرحدونو (سېفران) مرکزي وزیر عبدالقادر بلوچ ویلي د قبایلي استازو اندېښنې به مرکزي کابېنې ته وړاندې کوي.

نوموړي د جمعې په ورځ د قبایلي سیمو د پارلیماني استازو سره ليدلي او وروستو یې رسنیو سره په خبرو کې ویلي، راتلونکې اوونۍ د مرکزي کابېنې غونډه ټاکل شوې او په ایجنډا کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو رپورټ هم شامل دی.

قادربلوڅ وايي "دوي (استازي) د فاټا اصلاحاتو ملاتړ کوي خو ځينې تحفظات لري او هغه يې ماته په لیکلې بڼه راکړي دي او زه به يې مرکزي کابینې ته وړم".

د قادربلوچ په وینا د فاټا په اصلاحاتو باندې يې د جمعیت علما اسلام (ف) اندېښنې لرې کړي او زیاته کړې يې ده چې د پښتونخوا مېپ د نیوکو په اړه د قبایلي سیمو منتخب غړي دریز لري چې دغه ګوند د قبایلي سیمو سره د خېبرپښتونخوا او فاټا د اولس هومره تړاؤ نه لري.

د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزی وايي وزیراعظم نوازشریف ته یې ویلي چې قبایلي اولس هغه څه نه غواړي کوم چې د سرتاج عزیز په مشرۍ رپورټ کې لیکل شوي دي.

غازي ګلاب جمال چې د قبایلي سیمې نه د پارلیمان غړی دی وايي په حکومت اصلاحاتي رپورټ کې د اېف سي ار په رواج اېکټ کې بدلون باندې اندېښنې لري.

" رواج اېکټ دا هغه څیزونه دی کوم چې په مونږ خلکو باندې لګي مونږ ورته وایو چې اېف سي ار ختموي او رواج اېکټ جوړوي نو مونږ خو پرې پوهه کړه چې دا څه شی دی او که هسې يې راباندې لګوې نو مونږ يې نه منو".

د کُرمې ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړی ساجد طوري د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ نیوکې بې ځایه ګڼي،

"اچکزۍ صېب دا خبره کوي چې لرپښتون، بر پښتون، دا خبرې تېري دي. مونږ خپل غم اخستي یو او خپلې خبرې به په خپله حل کوو مونږ نه په افغانستان کې یو په دې خبرو کې، زمونږ د قبایلو مسلې دي، او د ۲۰۰۷ نه اچکزي چرته د قبایلو دپاره اواز اوچت کړی دی؟ د اېف سي ار په ځای رواج اېکټ جوړيږي او په هغې کې زمونږ دا غوښتنه ده چې کوم قانون جوړ شي پارلیماني غړي به پرې په اعتماد کې اخستلي شي او د هغې وروستو به بیا عملي کیږي".

د پښتونخوا مېپ مشر اچکزۍ وايي وزیراعظم نوازشریف ورسره لوظ کړی چې د فاټا د اصلاحاتو په اړوند به یوه بله جرګه راوبلي، نوموړی دریز لري د اصلاحاتو په اړوند دې د سیمې د خلکو نه رایې واخستی شي.

قبایلي سیمې چې په اووه ایجنسو او شپږو نیمو قبیایلي علاقو (اېف ار)مشتمل دي، دغلته د موجود اېف سي ار قانون لاندې ټولې فېصلې په یواځې سر پولیټیکل ایجنټ کوي، د دغه سیمې خلکو ته د نور ملک په رنګ اساسي بشري حقونه نشته او اوس د دغه سيمې خلک غوښتنه کوي چې د تور قانون نه دې خلاص کړی شي او په خېبرپښتونخوا صوبه کې دې شامل کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG