لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ایران نوي بندیزونه ولګول.


Trump twitter on Iran
Trump twitter on Iran

امریکا په ایران نوي بندیزونه لګولي، دغه بندیزونه وروسته له هاغې ولګیدل چې پدې ورستیو کې ایران د یو بالسټیک میزایل تجربه کړی وه.

که څه هم ددغه توغندي په اړه ډیر معلومات نه دي خپاره شوي خو بالسټیک هغه توغندي دي چې کولاي شي اټومې وسله له ځانه سره ولیږدوي.دغه بندیزونه په ۱۳ وګړو او ۱۲ بنسټونو باندې ولګیدل چې ځینې یې په چین ، عربي متحده ایالاتو او لیبنان کې هم دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تر دې مخکې د نن ورځې په پیل کې لومړی ایران ته خبرداری ورکړی وه خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرداري ته چندان اهمیت نه وه ورکړی.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي دي چې ایران له اور سره لوبې کوي. دوی پدې نه پوهیږي چې ولسمشر اوباما په دوی باندې څومره مهربانه وه خو زه هغسې نه یم.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم ټویټر ته مخه کړې او په یوه ټویټ کې یې لیکي وه چې دغه ګواښونه به د هغوي په دریځ کې کوم بدلونه را نه ولي او زیاته کړې وه چې مونږ امنیت له خپلو خلکو غواړو.

د ایران لخوا د بالسټیک میزایل د توغولو په غبرګون کې د ټرمپ د ادارې لخوا دا لومړی ځل دې چې ایران ته سزا ورکول کیږي. پدغه لانجه د چین چارواکو د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلفیون خبرو پرمهال ویلي دي چې دا ډول لانجې به د خبرو اترو له لیارې حل کړي.

ټرمپ تر دې مخکې امریکا ته له اوو اسلامي هیوادونو څخه د خلکو په راتګ باندې هم موقتي یا عارضي بندیز لګولی وه چې د هیواد په کچه له ډیرو احتجاجونو سره سره یې تر ننه په کلکه دفاع کوي. همدارنګه تمه ده ټرمپ به نن له مکسیکو سره په پوله د دیوال جوړولو فرمان هم لاسلیک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG