لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اچکزۍ د وزيراعظم شريف څخه په فاټا کې د ايني بدلون په سر نوې جرگه غواړي


د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اچکزۍ ډیوه ته وايي نن ېې وزيراعظم نواز شريف ته ويلي دي چې د فاټا خلق هغه څه نه غواړي څه چې سرتاج عزيز په خپل رپورټ کې ليکلي دي.

ښاغلی اچکزی وايي هم نن د فرورۍ په دویمه نيټه ېې د وزیراعظم سره ليدلي دي او ترينه ېې غوښتنه کړېده چې په فاټا کې د ايني اصلاحاتو په سر دې یوه غونډه راوبلي-– ښاغلی اچکزی وايي وزیراعظم ورسره په فاټا کې د اصلاتو څخه دمخه د یوې نوې جرگې د رابللو لوظ کړی دی چې د نورو مهمو قبايلي مشرانو نه علاوه مولانا فضل الرحمان به هم پکې گډون کوي-

په فاټا کې د ايني بدلون په سر د مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزۍ نظر یو دی- دويي وايي په فاټا کې د څه قسمه ايني او سیاسي بدلون څخه د مخه د هغه ځاېئ د خلقو څخه راېئ اخستل پکار دي –

په فاټا کې د ايني اصلاحاتو لپاره د وزیراعظم نوازشریف مشير سرتاج عزيز په مشرۍ کې کميټۍ خپل سفارشونه حکومت ته وړاندې کړي دي. سرتاج په یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو په فاټا کې به ورته خلقو اوازونه کول چې "گو ایف سي آر گو" او داچې دويي دپښتونخوا صوبې سره یو ځاېئ کیدل غواړي- ښاغلي اچکزۍ د سرتاج عزيز په رپورټ سخت ټکونه وکړل او ویې ویل دا رپورټ یواځې د څو کسانو څخه د خبرو کولو وروستو تیار شوی دی-

د سیاسي گوندونو د اتحاد مشران تور پورې کوي محمود خان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د بل په لمسه په فاټا کې د اصلاحاتو دعمل په لاره کې خنډان اچوي. د فاټا د پارلیماني غړو، وکيلانو، طالبعلمانو او د عامو وگړو لخوا د اپريل په شږم تاريخ په اسلام اباد کې یوه غونډه بلل شوې ده. د غونډې یو مشر نثار مومند ډیوه ته ويلي دي کې د اصلاحاتو په لاره کې څوک هم خنډ جوړیدلود مزاحمت سره به مخ کیږي-

د پاکستان د مرکزي حکومت د انتظام لاندې قبايلي سيمې کې اووه اېجنسۍ او شپږ اېف ارز یا نیمې قبایلي علاقې دي - په قبایلي سيمه فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. هلته د فيرنگي د وخت د تور قانون ایف سي آر د لاندې د تمامو فیصلو واک تر ېوې پېړۍ راهسې د یو سرکاري افسر پوليټیکل ایجنټ په لاسو کې دی –

محمود خان اچکزۍ په فاټا کې د ايني اصلاحاتو لپاره څه طريقه یا میکنزم نه دی ښودلی خو وايي د هغه ځایئ د خلقو څخه دې پوښتنه وشي چې دويي نوې صوبه، یا کونسل غواړي که په وسني حالت کې پاتې کیدل، یا د بلې صوبې سره یو ځایی کیدل غواړي-

محمود خان اچکزۍ په فاټا کې د ايني اصلاحاتو نه علاوه په یو شمېر نورو موضوعاتو هم د ډیوه د همکار رحمان بونيري د سوالونه، جوابونه ورکړي دي-

تفصيل ېې په لانديني لينک واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:31:23 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG