لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اولسي غبرګون باوجود امنیتي چارواکو د ټرمپ د سفري بندېزونو دفاع کړې


د کورني امنیت د محکمې مشر جان کیلي ویلي، دا موقتي ځنډ مونږ ته اجازه راکوي چې د مهاجرینو په اړوند نظام ته بیا کتنه وکړو
د کورني امنیت د محکمې مشر جان کیلي ویلي، دا موقتي ځنډ مونږ ته اجازه راکوي چې د مهاجرینو په اړوند نظام ته بیا کتنه وکړو

په داسې حال کې د سپینې ماڼۍ د تېرې اوونۍ د مهاجرینو او سفري بندېزونو حکمنامه باندې په اولسي کچ نیوکې او ملي کچ مظاهرې روانې دي د امریکا د امېګرېشن درې لوړ پوړو چارواکو د حکمنامې دفاع کړې ده.

د کورني امنیت د محکمې چارواکو یوې خبري غونډې ته په وینا کې منلې چې د صدر ډونلډ ټرمپ د مهاجرینو په اړه حکمنامه په سمه طریقه نه ده ښکاره کړی شوې خو د عملي کېدو په اړوند يې د پراخه پرېشانۍ راپورونه رد کړي دي.

د کورني امنیت د محکمې مشر جان کیلي ویلي سفري بندېز کمې اغېزې لري او په دې خبره يې ټینګار کړی چې دا په سفر بندېز نه دی بلکې "دا موقتي ځنډ مونږ ته اجازه راکوي چې د مهاجرینو په اړوند نظام ته بیا کتنه وکړو".

کیلي ویلي "زه بیا وایم دا په مسلمانانو بندېز نه دی".
نوموړي زیاته کړې "د کورني امنیت د محکمې ماموریت امریکایان، هېواد او اقدار خوندي کول دی،او مذهبي ازادي زمونږ په بنیادي قیمتي اقدارو کې شامل ده".

ټرمپ د اووه اکثریتي مسلمان ملکونو ایران، عراق، لیبیا، صومالیه، سوډان، شام او یمن نه امریکا ته په راتلونکو د ۹۰ ورځو دپاره بندېز لګولی دی، د ټرمپ انتظامیې ویلي بندېزونه نورو ملکونو ته غځولی شي، د شام او نړۍ د هر ملک نه په مهاجرینو راتلو باندې د ۱۲۰ بندېز لګول شوی دی.

امریکا ته د سلګونو په شمېره کې د راتلونکو د نیولو د راپورونو خبرېدو وروستو په هوايي اډو او ټول ملک کې په اولسي کچ مظاهرې شوي دي. ډېری مظاهره چیانو ویلي دا د ټرمپ د صدارتي کمپاین هغه ژمنه ده چې ویلي يې ؤ په مسلمانانو باندې به امریکا په راتګ بندېز ولګوي.

د نهې د ورځې خبري غونډې د سفري بندېزونو په اړوند وضاحتونه کړي چې په قانوني توګه دایمي استوګن او ګرین کارډ لرونکو باندې بندېز نشته او ویل شوي چې څوک غبرګ یا دوه ګونی تابعیت لري پاسپورټ به يې کتلی شي.

ولې د کورني امنیت ځیني چارواکو وایس اف امریکا سره په خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، دوي نه دي واضحه چې څنګه دغه حکمنامه عملي کړي.

کیلي دا وړاندیز هم کړی چې کوم ملکونه د ۱۲۰ ورځو دپاره د بندېز په فهرست کې شامل دي کله به ترې بندېز لری کړی شي (زه تاسو ته ویل غواړم چې ځینې ملکونه چې په دغه فهرست کې شامل دی کېدی شي زر یا وروستو ترې بندېز لرې کړی شي).

مرکزي ججانو د وړاندې نه د حکمنامې ځینې برخې ځنډولي دي، ولې د مدني حقونو ځینو ډلو او د کانګرس غړو ویلي چې د کسټم او پولې ساتونکو ایجنټانو او په ځینو هوايي اډو د حکمونو منلو نه ډډه کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG