لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډټرمپ سرپرسته څارنواله د دندې څخه لرې کړې


یټس د مخکني صدر اوباما په انتظامیه کې شامل وه او د ټرمپ انتظاميې هغې ته د نوي څارنوال ټاکلو پورې په دغه دنده د کار جاري ساتلو ویلي ؤ.
یټس د مخکني صدر اوباما په انتظامیه کې شامل وه او د ټرمپ انتظاميې هغې ته د نوي څارنوال ټاکلو پورې په دغه دنده د کار جاري ساتلو ویلي ؤ.

د امریکا صدر ډونلډټرمپ سرپرسته لویه څارنواله د خپلې چوکۍ څخه لرې کړې ده، څارنوالې سېلې یټس د ګل په ورځ د انصاف محکمې ته ویلي ؤ چې په عدالت کې د صدر ټرمپ د اووه اکثریتي مسلمان ملکونو د مهاجرینو د بندېز په اړوند د حکمنامې دفاع ونه کړي.

یټس د دغې خبرې څو ساعته وروستو د دندې څخه لرې کړی شوې ده.

د سپينې ماڼۍ نه په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې سرپرستي لويې څارنوالې سېلې یټس "د امریکايي وګړو د خوندي کولو دپاره جوړ قانوني امر منلو نه انکار کړی او د انصاف محکمې سره یې خیانت کړی دی".

بیان کې یټس "د پولې د معاملاتو په اړوند کمزورې او د غېرقانوني مهاجرینو په اړوند ډېره کمزروې" بلل شوې ده.

صدر ټرمپ هغه (یټس) د څارنوالۍ د دندې څخه ګوښه کړې او د خیتځ ډسټرکټ اف ورجینیا څارنوال ډانا بوئټنی يې څارنوال ټاکلی دی.

د دغه چوکۍ دپاره د الاباما نه سېنېټر جیف سیشنز نومول شوی او هیله ده سېنېټ یې ډېر ز ر تائيد وکړي.

یټس د مخکني صدر اوباما په انتظامیه کې شامل وه او د ټرمپ انتظاميې هغې ته د نوي څارنوال ټاکلو پورې په دغه دنده د کار جاري ساتلو ویلي ؤ.

د ګل په ورځ یټس د محکمه انصاف وکیلانو ته په استولي یو دستاویز کې ویلي ؤ " دا زما زمه واري ده چې دا خبره یقيني کړم چې د عدالت په وړاندې دریز زمونږ د ادارې د هغه سوګند سره سم وي چې د انصاف تقاضې پکې پوره وي او د سم دریز دپاره پکې اواز اوچت کړی شي".

د تېرې جمعې په ورځ صدر ټرمپ یوه حکمنامه لاسلیک کړې وه د کوم لاندې چې د اووه مسلمان اکثریتي ملکونو په وګړو د ۹۰ ورځو دپاره او په مهاجرینو د ۱۲۰ ورځو دپاره امریکې ته په داخلېدو بندېز لګول شوی دی.

بندېز لګېدونکو ملکونو کې عراق، ایران، شام، سوډان، لیبیا او صومالیه شامل دي.

د صدر ټرمپ د دغه بندېز پرضد د امریکا په بېلابیلو ښارونو او هوايي اډو باندې احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG