لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هلمند ولايت کې په ولسوالۍ بريد کړى


 افغان چارواکو او تندلارو دګل په ورځ دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې ددغه جګړې په اړه متضادې دعوې کړي دي، هلمند دافغانستان د٣٤و ولايتونو څخه ترټولو لويې ولايت دى.
افغان چارواکو او تندلارو دګل په ورځ دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې ددغه جګړې په اړه متضادې دعوې کړي دي، هلمند دافغانستان د٣٤و ولايتونو څخه ترټولو لويې ولايت دى.

دطالبانو لخوا په يوه مرکزي ولسوالۍ له بريد وروسته،جنوبي افغانستان کې درنې نښتې پيل شوي دي.

افغان چارواکو او تندلارو دګل په ورځ دهلمند په سنګين ولسوالۍ کې ددغه جګړې په اړه متضادې دعوې کړي دي، هلمند دافغانستان د٣٤و ولايتونو څخه ترټولو لويې ولايت دى.

د ولايتي حکومت وياند عمرځواک په دې اړه دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته ويلي تندلارو په ګڼو لرې پرتو امنيتي پوستو بريد کړى خو افغان ځواکونو طالبان پشا تمبولي،هغه دعوه کړې ګڼ بريدکوونکي وژل شوي او ژوبل شوي،خو په دې اړه يې څه نه دي ويلي چې ايا حکومتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه.

يو طالب وياند دعوه کړې تندلارو دسنګين په خواوشا کې د٢٥و څخه زياتې لرې پرتې پوستې او اډې قبضه کړي او وايي سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

هغه ويلي دتندلارو لخوا په سيمه دبريد کولو او ١٠٠ؤ څخه دزياتو افغان عسکرو دوژلو يا ژوبل کولو څخه دمخه دطالبانو يو ځانمرګي په يوه عسکري ودانۍ بريد کړى،دطالبانو ډله اکثره نښتو کې حکومتي ځواکونو ته دزياتې مرګ ژوبلې اړولو بيانونه جاري کوي.

دافغان سيمه ييز کورکمانډر،جنرال ولي محمد احمدزئ امريکا غږ ته ويلي طالبانو په سيمه کې دعسکري ودانۍ سره نزدې يو سرنګ کنستى، دنزدې ولسي وګړو دکورونو څخه يې ګټه اخستى او دبريد پيل کولو څخه دمخه يې دا دچاوديدونکو موادو څخه ډک کړى او چولى دى.

دهلمند زياتره برخې دطالبانو تر واک لاندې دي، حکومت يواځې په ولايتي سرښار لشکرګاه او خواوشا نزدې ولسواليو په مرکزونو بشپړ واک لري.

امريکا اعلان کړى سږکال به وروستو خواوشا درې سوه پوځيان دښار ددفاع په غرض او دسپرلي دجګړې موسم کې دافغان ځواکونو مرستې لپاره ګماري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG