لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا مېپ فاټا جرګه، او د سیاسي اتحاد غبرګون


جرګې ته د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزي او ځینې قبایلي مشرانو ویناوې کړي دي.
جرګې ته د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزي او ځینې قبایلي مشرانو ویناوې کړي دي.

پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا مېپ نن د ګل په ورځ اسلام اباد کې د قبایلي سیمو (فاټا) د اصلاحاتو په اړوند یوه جرګه راجوړه کړې، ولې د فاټا سیاسي اتحاد په دغه جرګه کې ګډون نه دی کړی.

د پښتونخوا مېپ ګوند لخوا دغې جرګې ته د (فاټا جرګه، فاټا اصلاحات او مستقبل د فاټا د اولس په خوښه) نوم ورکړی شوی ؤ.

جرګې ته د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزي د مولانا فضل الرحمان ډلې جمعیت علمااسلام په استازیتوب مولانا عطاالرحمان او ځینې قبایلي مشرانو ویناوې کړي دي.

د جرګې وروستو یوه ۱۷ نکاتي خپره شوې اعلامیه کې ځينې غوښتنې شوي،

۱:خپلواکه جمهوري فاټا جرګه د پاکستاني حکومت له خوا د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د رپورټ وړومبۍ نکتې په سختو ټکو کې غندنه کوي چې پکې ویل شوي

"په نومبر ۲۰۰۱م کې د امريکا په افغانستان د حملې وروستو د پاکستان تر ولقې لاندې قبایلي سيمې د یوې باغي سیمې په توګه کې مخې ته راغلي کومه چې د قامي او بېن الاقوامي سلامتیا دپاره يو خطر دی او کومې چې پاکستان د يو شمېر ستونزو سره مخ کړوباغي عناصرو فاټا د شرخوښو د روزنې او ګمارلو دپاره وکاروله او د ریاست واک یې چېلنج کړو"

د فاټا اصلاحاتو دپاره جوړه د حکومت اصلاحاتي کمېټي دې د فاټا د غېرتمند اولس نه په دې دښمن رپورټ او په دې کې استعمال کړی شوو سپکو خبرو بې له څه شرطه معافي وغواړي
۲: خپلواکه جرګه د پاکستان د حکومت تش په نامه اصلاحاتي کمېټۍ د ۲۰۱۶م رپورټ په بشپړ ډول ردوي.
۳: فاټا کې دې کوم حکومتي ګام د فاټا د اولس په رایې اوچت کړی شي ۴: د فاټا د اصلاحاتو او راتلونکې فېصله دې د فاټا د اولس په رایې وشي
۵: اېف سي ار قانون دې ختم او په بشري حقونو او جمهوري اصولو قانون دې جوړ کړی شي
۶: فاټا کې دې د تل دپاره امن په ځای کړی شي ۷: د فاټا نه بې کوره شوي خلک دې بیرته ستانه او د هغوي ته دې اوختی تاوان ورکړی شي
۸: د فاټا په نوم بهرنی امداد دې په فاټا کې ولګول شي او د تباهۍ ښکار فاټا د پرمختیا دپاره دې د دوه نه تر درې زره اربه روپو باندې مشتمل پېکج ورکړی شي
۹: په سرکاري نوکرو کې دې دفاټا برخه سېوا او محصلینو ته دې په ملک کې دننه او بهر د سکالرشپس بندوبست وشي۱۰: فاټا له دې خپل ګورنر وټاکل شي
۱۱: په هره ایجنسۍ کې دې پوهنتون او په ټولو کې یو د جینکو پوهنتون جوړ کړی شي
۱۲: فاټا کې دې یو انجینیرنګ او یو مېډېکل کالج جوړ کړی شي
۱۳: فاټا ته دې خپل تشخص او الېکشن کمشنر وټاکل شي او د منتخب استازو د لارې دې بلدیاتې نظام جوړ کړی شي
۱۴: قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې دې د فاټا د ښځو او لږکیو چوکۍ زیاتې کړی شي
۱۵: چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې دې فاټا ته پوره برخه ورکړی شي
۱۶: د ټولو ایجنسو یو بل سره تړلو دپاره دې د باجوړ نه تر وانا پورې اېکپسرېس وی جوړ کړی شي
۱۷: د فاټا د اولس د رایې پرضد که صدر، د پاکستان حکومت یا ریاستي ادارو کومه فېصله وکړه نو جرګه به يې د اولس په مرسته کلک احتجاج کوي

بل لور ته د فاټا سياسي اتحاد،محصلینو او د قبايلي وکيلانو اتحاديې دغې جرګې ته سخت غبرګون ویلی دی.

د فاټا سياسي اتحاد مشر نثار مومند د ډیوه خبریال ارشد مومند سره په خبرو کې ویلي دې جرګې ته د يو سوچ او فکر خلک رابلل شوي کوم چې د فاټا خېبر پختونخوا کې شاملولو پرضد دي.

"که دوي رښتيا د قبايلي اولس نظر معلومول غوښتل نو پکار وه چې دا جرګه يې پېښور کې رابللی وی او د هر فکر خلکو ته يي پکې دعوت ورکړې وي

د قبايلي زده کونکود یو سازمان مشر شوکت عزير وايي دوي اسلام اباد ته جرګه کې ګډون د پاره تلي خو جرګه حال ته د داخلېدو اجازه ورته ورنکړل شوه

"هغوي ته معلومه ده چې ځوانان د فاټا خېبر پښتونخوا کې شاملولو په حق کې دي او د ايف سي ار مخالف دي ځکه يي د داخلې اجازه رانه کړه " د قبايلي وکيلانو سازمان مشر رحيم شاه اپريدی وايي دوي هم جرګه کې د ګډون نه د بائيکاټ اعلان کړی دی.

د ده په وينا کله چې د حکومت لخوا جوړې کميټۍ ټولې خبرې په ډاګه کړي دي نو بيا د داسې جرګو څه مقصد پاتي شو.

رحيم شاه وويل دا فقط د اصلاحاتو عمل ځنډولو يوه هڅه ده" که اصلاحات وځنډول شو نو قيايلي اولس به بيا جګړو او تورو تيارو سره مخ شې"

د پاکستان د مرکزي حکومت د انتظام لاندې قبايلي سيمې په اووه (۷) اېجنسو او شپږ (۶) اېف ارز یان نیمو قبایلي علاقو باندې مشتملې دي.

د فاټا د اصلاحاتو دپاره وزیراعظم نوازشریف یوه کميټي جوړه کړې او یادې کمېټۍ خپل سفارشات قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې وړاندې کړي او مرکزي کابېنې ته د منظورېدو دپاره لېږل شوي دي.

کمېټۍ په خپلو سفارشاتو کې ویلي زیاتره قبایل په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG