لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بې درکه بل بلاګر هم کور ته راغلی دی


په کراجۍ کې د مدني فعالانو او بلاګرانو دپاره احتجاجي مظاهره
په کراجۍ کې د مدني فعالانو او بلاګرانو دپاره احتجاجي مظاهره

پاکستان کې د روان کال په سر کې په بې درکه شوؤ مدني فعالانو او بلاګرانو کې یو بل خپل کور ته بیرته راغلی دی، د بشري حقونو سازمان ویلي پکار ده چې پاکستان په زور د بې درکۍ په ضد د ملګرو ملتونو کنونشن لاسلیک کړي.

راپورونه وايي مدني فعال او بلاګر عاصم سعید بیرته خپل کور ته راغلی دی.

د روانې میاشتې په سر کې د پلازمینې اسلام اباد او لاهور ترڅنګ د پنجاب صوبې د نورو سیمو نه پينځه بلاګران، مدني فعالان بې درکه شوي وو.

د راپورونو ترمخه د عاصم سعید کورنۍ پخلی کړی چې هغه خپل ته راغلی خو دا خبره يې نه ده په ‌ډاګه کړې چې عاصم چا او ولې بې درکه کړی ؤ.

یوه ورځ وړاندې بل بلاګر، استاز او شاعر سلمان حېدر هم خپل کور ته راستون شوی او درېم بلاګر هم بیرته راغلی ولې د هغه په اړوند هم ډېر معلومات نه دي خپاره کړی شوي.

د روانې میاشتې په سر کې بلاګران او مدني فعالان سلمان حېدر، عاصم سعید، وقاص ګورایه، احمدرضا او ثمرعباس بې درکه شوي وو، د دوي د معلومولو دپاره د ملک په بېلابیلو برخو کې احتجاجي مظاهرې شوې او د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو هم کمپاین چلېدلی ؤ.

د دغو کسانو د بې درکه زمه واري چا نه وه قبوله کړې ولې د احتجاجي مظاهرو په مهال به د پاکستان په استخباراتي ادارو نیوکې کېدې چې دغه کسان يې پورته کړي دي.

د پاکستان ترڅنګ په نړیوال کچ هم د بې درکه بلاګرانو د خوشي کېدو په اړوند او بې درکۍ باندې اندېښنې څرګندې کړی شوې وې.

نن د اتوار په ورځ د پاکستان د برني اېوان سېنېټ چیئرمېن رضا رباني هم په اسلام اباد کې یوې دستورې په وینا کې ویلي چې په ملک کې خلک بې درکه کیږي خو سیاستوال او واکمن دا توان نه لري چې د ریاست نه په دغه اړوند پوښتنه وکړي.

"نن هم دا حال دی چې د ریاست د سیوري لاندې خلک بې درکه کيږي ، او زما په ګډون په چا کې دا همت نشته چې د ریاست نه دا پوښتنه وکړو که دوي جرم کړی وي په عدالت کې دې پرې مقدمه وچلول شي".

یو لور ته چې د درېو بلاګرانو په بیرته راتګ د هغوي کورنۍ خوشحاله دي نو بل لور ته یو خو د پينځه ؤ کسانو د جملې څخه دوه نور لا اوس هم ورک دي او پاکستان کې د بشري حقونو د سازمان (اېچ ار سي پي) مشره زهره یوسف وايي پاکستان باید په دغه لړ کې د ملګرو ملتونو کنونشن لاسلیک کړي.

"اصل خبره دا ده چې خلک اوچتول کيږي او بیا کورنو ته واپس راشي، او هغو خلکو چې دا کسان یې اوچت کړي هغوي ته سزا ورنکړی شي په ضد يې ګام پورته نه کړی شي او نه دا وویل شي چې دوي چا اوچت کړی وو ؟ دا خبره د مینځه ویستل پکار دي، ګنې د خلکو د بې درکه کېدو دا لړۍ به هم دوام ولري".

پاکستان کې نه یواځې مدني فعالان، بلاګران بلکې خبریالان هم وايي چې د ګواښونو سره مخ دي او دغه ډول دلته نه یواځې خبریالان بې درکه کړی شوي بلکې وژل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG