لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ دشامي کډوالو امريکا ته دداخلې دمخنيوي په حکمنامه لاسليک کړى

 ټرمپ په دغو حکمونو لاسليک پينټاګون کې کړى، چرته چې هغه ددفاع دوزير جيمس ميټس دلوړې کولو يوه دستوره کې ګډون کړى،دولسمشر ددغه ګام څخه سمدستي وروستو مظاهرينو دنيويارک ښار دمرکزي وفاقي دفتر دودانۍ ترڅنګ مظاهره کړې ده.

دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دوو انتظامي حکمنامو لاسليک کړى چې مقصد يې دامريکا امنيت ښه کول دي، چې پکې ترټولو زياته مهمه هاغه ده کومه چې امريکا ته دنامعلومه مودې لپاره دشامي مهاجرينو داخله محدودوي.

ټرمپ په دغو حکمونو لاسليک پينټاګون کې کړى، چرته چې هغه ددفاع دوزير جيمس ميټس دلوړې کولو يوه دستوره کې ګډون کړى،دولسمشر ددغه ګام څخه سمدستي وروستو مظاهرينو دنيويارک ښار دمرکزي وفاقي دفتر دودانۍ ترڅنګ مظاهره کړې ده.

" امريکا ته دخارجي ترهه ګرو دداخلې څخه دقام ژغورلو" په نوم انتظامي حکمنامه کې د" ځانګړې انديښنې دهيوادونو" د ولسي وګړو دويزو او کډوالۍ دنورو ګټو دمعطل کولو غږ شو يدى.

ددغه امر لپاره دعلت په توګه دستاويز کې په نيويارک او واشنګټن ديوولسم ستمبر، کال ٢٠٠١ء دبريدونو حواله ورکړى شوې،دغه بريدونه هاغو ١٩و خارجيانو ترسره کړي وو کومو چې امريکا ته دداخلې لپاره پرته له کوم مشکل څخه ويزې ترلاسه کړې وې،، دې کې دتيرو پينځلسو کالونو په مهال دهاغو خارجي وګړو لخوا دترهه ګرۍ سره دتړلو جرمونو حواله هم ورکړى شوې څوک چې امريکا ته د طالب علمانو يا عارضي خواري کښو په توګه داخلې لپاره يې خپلې لنډ مهاله ويزې کارولي يا دمهاجرينو په توګه يې امريکا کې دميشته کيدو غوښتنه کړې.

حکمنامه کې ويل شوي " دجګړې، شخړې، افت او خانه جنګۍ دناقرارۍ له امله په ځينو هيوادونو کې خرابيدونکي حالات دا امکان سيوا کوي چې ترهه ګر به امريکا ته دداخلې لپاره هره ممکنه ذريعه وکاروي" او په امريکايي سفارتي چارواکو غږ شوى چې دويزو ورکولو څخه دمخه دې دزياتې بيدارۍ او احتياط څخه کار واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG