لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ:امریکا ته د راتلونکو پاکستانی اؤ‌ افغاني وګرو به کلکه څارنه کولی شي


صدر ټرمپ وویل په منځني ختيځ کې سخت دريځې ډلې د خلکو سرونه یوازې له دې امله پرې کوي چې هغوئ عیسویان دي
صدر ټرمپ وویل په منځني ختيځ کې سخت دريځې ډلې د خلکو سرونه یوازې له دې امله پرې کوي چې هغوئ عیسویان دي

د امریکا صدر ښاغلي ډونلډ ټرمپ ویلي د پاکستان اؤ افغانستان وګړو ته به امریکا ته د ننوتلو دپاره د کلکې څارنې اؤ اؤ لټؤنې د عمل څخه تیریدل وي
د امریکایي ټي وي ای بي سي سره مرکه کې صدر ټرپ ویلي نزدې وه چې هغه د ۷ؤ اکثریتي اسلامي هیوادونو د وګړو امریکا ته په راتګ د بندیز حکمنامه لاسلیک کړې وه خو په اولسي کچ د رامخته شوؤ نیوکو له امله دا معامله وځنډیډله.
د امریکا د صدر جوړیدو څخه وروستو دا د ښاغلي ډونلډ ټرمپ لمړۍ مرکه وه په کومه کې چې هغه وویل د امريکا ددفاع نوي وزير جيمز ميټس او د استخباراتي ادارې ( سي اى اې) نوي مشر مائيک پوم پيو سره مشوره کوي چې څه ډول په قانوني لارو د سخت دريځۍ په وړاندې جنګ وکړى شي.
صدر ټرمپ وویل په منځني ختيځ کې سخت دريځې ډلې د خلکو سرونه یوازې له دې امله پرې کوي چې هغوئ عیسویان دي خو مونږ هغوى سره برابر نه يو، زمونږ موخه داده چې امريکا خوندي کړو.
د هغه په وینا" داعش ډله داسې کارونه کوي چې تر اوسه مونږ نه دي اورېدلي؛ نو ايا زه پر تاوتريخوالي يقين ونه کړم؟"
ډونالډ ټرمپ په ډاګه کړې چې هغه په تاوتريخوالي يقين لري، ځکه چې د اور مقابله د اور سره کېدلى شي.
د ټرمپ انتظامیې له اړخه امریکا کې د میشته مسلمانانو د معلوماتو راغونډولو د راپورونو مخې ته له راتلو وروستو په لویې شمیر مظاهره چیان د نیویارک سړکونو ته راوتلي.
په دې موقعه د امریکا د امریکا د کورنو چارو د پخوانۍ وزیرې میډیلین البرائټ دا بیان هم په ټویټرمخې ته راغلی چې که مسلمانان د رجسټریشن د عمل څخه تیرولی شي نو هغه بیا پخپله هم دې ته تیاره ده چې ځان د مسلمانې په توګه رجسټر کړي.
هغه وایي روزنه یې په کیتهولک ماحول کې شوې چې له هغې وروستو هغه ایپسکو پیلئن جوړه شوه خو وروستو ورته معلومه شوه چې کورنۍ یې یهودي ده اؤ اوس چمتو ده چې مسلمانانو سره د یو والي په توګه خپل ځان هم د مسلمانې په توګه رجسټر کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG