لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت او طالبانو افغان سکولونه دعسکري اډو په توګه کارولي،راپور


 کابل کې دتعليم وزارت کې داطلاعاتو ډايريکټر کبير حقمل دريډيو ليبرټي افغانستان څانګې ته ويلي” له بده مرغه دافغانستان بيلا بيلو برخو کې خواوشا ديرش سکولونه دافغان حکومتي ځواکونو او تندروه ډلو لخوا دعسکري مقصدونو لپاره کارول کيږي“
کابل کې دتعليم وزارت کې داطلاعاتو ډايريکټر کبير حقمل دريډيو ليبرټي افغانستان څانګې ته ويلي” له بده مرغه دافغانستان بيلا بيلو برخو کې خواوشا ديرش سکولونه دافغان حکومتي ځواکونو او تندروه ډلو لخوا دعسکري مقصدونو لپاره کارول کيږي“

افغان تعليمي چارواکي دتندروه ډلو او افغان امنيتي ځواکونو لخوا دسکولونو دعسکري مقصدونو لپاره دکارولو په اړه انديښمن دي او وايي ددغه عمل سره ماشومان په خطره کې اچول کيږي او هغوي دتعليم څخه محروميږي.

کابل کې دتعليم وزارت کې داطلاعاتو ډايريکټر کبير حقمل دريډيو ليبرټي افغانستان څانګې ته ويلي له بده مرغه دافغانستان بيلا بيلو برخو کې خواوشا ديرش سکولونه دافغان حکومتي ځواکونو او تندروه ډلو لخوا دعسکري مقصدونو لپاره کارول کيږي

هيومن رايټس واچ تيرکال پخپل يو راپور کې ويلي وو افغانستان کې سکولونه په تُندۍ سره دافغان ځواکونو او تندلارو دواړو لخوا تر ګواښ لاندې راوستل کيږي، هيومن رايټس واچ په افغان حکومت غږ کړى و چې دخپلو ځواکونو لخوا دسکولونو دعسکري عملياتو لپاره استعمال دې اودروي.

هيومن رايټس واچ پخپل راپور کې ويلي وو دافغان ماشومانو تعليم نه يواځې دا چې دطالبانو څخه په خطره کې دى ، بلکې دهاغو حکومتونو لخوا لخوا هم چې دهغوي په سکولونو يې قبضه کړې ده

افغان دفاعي چارواکي وايي هغوي سکولونه داډو په توګه نه کاروي بلکې په دغو سکولونو کې له دې امله موجود دي ترڅو دا دطالبانو دبربادۍ او قبضې څخه وژغوري.

دافغانستان ددفاع دوزارت يو وياند محمد رامديش ويلي دي کله چې سکولونه ددښمن لخوا کارول کيږي، مونږ ته دا ژغورل او دسکولونو څخه ددښمن ويستلو لپاره بريد کول پکار دي او ددې مطلب دا نه دى چې مونږ دغلته ميشته يو

دسيمه ييزو چارواکو وينا ده دشمالي افغانستان مرکزي بغلان کې دوه سکولونه تر څو مياشتو تړل شوي دي، سيمه ييز چارواکي زياتوي افغان عسکر دغه سکولونه طالب جنګيالو سره دنښتو په مهال کاروي.

دبغلان يو تعليمي چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط امريکا غږ ته ويلي دافغان ملي اردو عسکر په ابو محمد هايي سکول کې ددرريوو څخه تر څلورو مياشتو ميشته وو او په دغه موده کې سکول فعاليت نه کولو“” په پشه يان سيمه کې يو مډل سکول هم سکول کې دافغان ملي پوځ ديوې اډې له امله تر څو مياشتو تړلى و

تعليمي چارواکي وويل په بغلان کې دسکول مشرانو پوځي چارواکو ته ګڼ خطونه وليږل، د عسکري ځواکونو څخه يې غوښتنه وکړه چې سکولونه دې خالي کړي خو هيڅ ځواب ورته ترلاسه نه شو، دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې اوس اوس ديخنۍ موسم کې چې طالبانو سره جګړه کې دمه راغله نو افغان عسکر لاړل.

سکول کې ديخنۍ رخصتۍ هم دي او ښوونکي هيله لري چې دګرمۍ موسم کې به کلاسونه يوځل بيا پيل شي.

دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله، تيرکال عسکري مقصدونو لپاره دسکولونو په کارولو انديښنه څرګندونه کړې وه او ويلي يې وو دسکولونو او هسپتالونو په ګډون ولسي مرکزونه په نخښه کړى شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG