لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دې د جنګ په ځای د خبرو لار خپله کړي


پاکستان د افغان طالبانو د دغه خبرې تائید کړی چی په افغانستان کی دې د جنګ په ځای د خبرو لاره خپله کړی شي ځکه چې د افغانستان د ستونزې د هواري یواځينۍ لاره سیاسي ده.
پاکستان د افغان طالبانو د دغه خبرې تائید کړی چی په افغانستان کی دې د جنګ په ځای د خبرو لاره خپله کړی شي ځکه چې د افغانستان د ستونزې د هواري یواځينۍ لاره سیاسي ده.

پاکستان د افغان طالبانو د دغه خبرې تائید کړی چی په افغانستان کی دې د جنګ په ځای د خبرو لاره خپله کړی شي ځکه چې د افغانستان د ستونزې د هواري یواځينۍ لاره سیاسي ده.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا نن د زیارت په ورځ اسلام اباد کې اووه نیزې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي (چې د پوځي طاقت په ځای خبری او سیاسي لاره د افغانستان ستونزه هوارولی شي).

د نوموړي په وینا پاکستان غواړي چی د خبرو په عمل کی برخه واخلي، او که پاکستان ته خواست وشو نو د افغانستان د سولې په عمل کې هر ډول مرستې کولو ته تیار دی.

د افغانستان وسله والو طالبانو د امریکې نوي صدر ډونلډ ټرمپ ته په یو لیک کی ویلي چی په افغانستان کی د امریکي روان جنګ دې ختم کړي ځکه چې دغه جنګ هیڅوک نشي ګټلی.

نفیس ذکریا په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د امریکا د نوې انتظامیې سره د کار کولو هیله څرګنده کړې خو د ترهګرۍ په اړه د امریکایي صدر بیان ته په غبرګون کې يې وویل چی د ترهګرۍ د هيڅ مذهب، ذات، رنګ او نسل سره تعلق نشته، دا نړیواله ستونزه ده چی د مخنیوی دپاره يې په نړیوال کچ مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د پخواني صدر حامد کرزي لخوا د امریکا د صدر نه غوښتی شوي چې د پاکستان په اړه خپله تګ لاره بدله کړي، د دغه پوښتنې په ځواب کې ذکریا وویل (یواځې د خپلې ناکامۍ پټې ساتلو دپاره په نورو تورونه لګول د ستونزې حل نه دی، په افغانستان کې حالات خرابوونکي هلته ناست دي).

افغانستان کې په وروستیو کې په یوه ورځ کابل، هلمند او کندهار کې په ترهګر بریدونو کې د ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي چې د متحده عرب اماراتو پینځه سفارتکار پکې هم شامل وو، د دغو بریدونو وروستو افغان صدر اشرف غني د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه ته په ټیليفون ویلي چې برید کوونکي په پاکستان کې ناست دي.

جنرال قمرجاوېد باجوه افغان صدر ته ویلي تورونه لګول د افغانستان د سولې بهير اغېزمنوي.

د نفیس ذکریا په وینا پاکستان غواړي چې افغانستان دې په خپلو بېلابیلو صوبو کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات وکړي، او افغان مشرتابه دې د تورونو لګولو په ځای د ترهګرۍ په مخه نیولو کې د پاکستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي ویلي چې د امریکا مخکنی صدر باراک اوباما پاکستان کې د ترهګرو په پټو ځالو ختمولو کې پاتې راغلی، ځکه نوی امریکايي صدر دې د پاکستان په اړه خپله تګ لاره بدله کړي ګڼې په بل صورت کې به د افغانانو حال نور خراب او ترهګري به لاپسې زیاته شي.

د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د خارجه دفتر ویاند وویل چی وزیراعظم ویلي چی افغان کډوال به په زور د پاکستان څخه نه ویستی کيږي دوي له پکار ده په خپله خوښه خپل هېواد ته بیرته لاړ شي.

پاکستان افغان کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره د روان کال د دسمبر د اخرې نېټې پورې وخت ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG