لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډټرمپ د هند وزیراعظم مودي ته د امریکې راتلو بلنه ورکړې


مودي به د روان کال په اخره کې امریکا کې د ټرمپ مېلمه وي.
مودي به د روان کال په اخره کې امریکا کې د ټرمپ مېلمه وي.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د نهې په ورځ د هند وزیراعظم نریندرا مودي سره په ټیلیفون خبرې کړي او مودي ته يې د روان کال په اخره کې امریکا ته د راتلو بلنه ورکړې ده.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي ټرمپ ـ نریندرا مودي سره په خبرو کې ویلي چې امریکا ـ هند (په ګرده نړۍ کې د ننګونو په وړاندې مبارزه کې رښتونی دوست او ملګری ګڼي).

دواړو مشرانو (د نړۍ په کچ د ترهګرۍ په ضد اوږه په اوږه) مبارزې کولو ویلي او په دوه اړخیزه اقتصادي، دفاع، منځني او جنوبي اسیا کې د امنیت په لړ کې په همکارۍ يې هم بحث کړی دی.

بیان کې ویل شوي مودي به د روان کال په اخره کې امریکا کې د ټرمپ مېلمه وي.

امریکا او هند چې د نړۍ دوه غټ جمهوریتونه دي، دوي پاکستان کې د تُندلاریتوب او چین په زیاتوالي هم اندېښنې څرګند کړي دي.

ډونلډ ټرمپ چې به د صدارتي کمپاین په مهال د بهرنو قومونو په اړه منفي بیانونه ورکول په هغه وخت به هم نوموړي د هند په اړه پراخه مثبته رویه لرله.

د ډونلډ ټرمپ په صداراتي انتخاباتو کې د بریا وروستو د پاکستان د وزیراعظم هاؤس نه په یو جاري شوي بیان کې ویل شوي ؤ چې وزیراعظم نوازشریف ډونلډ ټرمپ ته انتخاباتو کې په بریا د امبارکۍ دپاره ټیلیفون کړی او بیان کې زیاته کړی شوې وه چې ټرمپ پاکستان ته شاندار ملک ویلي او د پاکستان وګړو ته یې د ډېرو صلاحیتونو خاوندان ویلي ؤ.

بیان کې ویل شوي ؤ ټرمپ ـ نوازشریف ته د پاکستان د اوږدې مودې د حل طلبه مسلو په هوارولو کې د مرستې کولو باور هم ورکړی ؤ.

د هند نریندرا مودي هم د ډونلډټرمپ په رنګ د ملتپالۍ په غوښتنه ووټونه ګټلي وو.

د امریکا او هند اړیکې په عمومي ډول د مخکني صدر اوباما په وخت کې ښې شوې وې ولې نوی دهلی هیله مند دی چې ټرمپ به د پاکستان په اړوند سخته لار خپله کړي. پاکستان د امریکا نه د پام وړ مرستې ترلاسه کوي.

پاکستان او هند چې ګاونډي هېوادونه دي تل یې د یو بل سره په لګېدلې پولې او په ځانګړي ډول د کشمير په اړوند اړیکې کړکېچنې پاتې شوي او یو بل سره یې څو جنګونه هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG