لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اولس جایداد دې چاته هم ورنکړی شي


راحیل شریف ته ۵۰ اېکړه ځمکه د جنرل په حېث او ۴۰ اېکړه د پوځ د مشر په توګه ورکړی شوې ده.
راحیل شریف ته ۵۰ اېکړه ځمکه د جنرل په حېث او ۴۰ اېکړه د پوځ د مشر په توګه ورکړی شوې ده.

رابعه پیر ـ د پاکستان د پوځ پخواني سرلښکر جنرال (ر) راحیل شریف ته ۹۰ اېکړه ځمکه (چې قیمت يې خواوشا یونیم ارب روپۍ جوړيږي) ورکړی شوې ده. سېنېټر عثمان کاکړ وايي باید د اولس جایداد دې چاته هم ورنکړی شي.

د پوځ پخواني سرلښکر جنرال (ر) راحیل شریف ته د ځمکې ورکولو خبر د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دې نیوز) خپور کړی دی.

د راپور ترمخه راحیل شریف ته دغه قیمتي ځمکه چې ۸۶۸ کناله یا ۹۰اېکړه جوړيږي د لاهور په بیدیا روډ باندې ورکړی شوې ده.

نوموړي ته دغه ځمکه د بارډر ایریا کمېټۍ د لارې ورکړی شوې ده.

پوځي افسرانو ته د کورونو او کاروباري ځایونو ترڅنګ د کرکیلي دپاره ځمکې د پوځ مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) په امر ورکړی کيږي او د دغه کار دپاره په صوبو کې بارډرایریا کمېټۍ جوړې او ځمکې ځانګړې کړی شوي دي.

راحیل شریف ته ۵۰ اېکړه ځمکه د جنرل په حېث او ۴۰ اېکړه د پوځ د مشر په توګه ورکړی شوې ده.

د ځمکو کاروباریان وايي د دغه ځمکې د یو اېکړ بیعه د یو کروړ نه تر یو نیم کروړ روپو پورې جوړيږي، او چې ترقیاتي کارونه پکې ترسره شي بیا يې بیعه د دوه اربه نه تر څلور اربه روپو پورې رسيږي.

پاکستان کې پوځي افسرانو ته په چوکۍ د ناستې په مهال او د ریټايرډ کېدو وروستو هم د غېر پوځي افسرانو په پرتله ډېری مراعات ورکړی کيږي.

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ ډیوه ریډیو سره په خبرو کې پوځي افسرانو ته د ځمکو ورکولو په اړوند ویلي باید د اولس ځمکې دولتي نوکرانو ته ورنکړی شی.

(( زما دریز دا دی چې ځمکې دې نه پوځي ته ورکړي او نه سویلین ته ورکړي دوي خپلې تنخاګانې اخلي او د ریټايرډمنټ ورته ډېرې پېسې ورکړی کيږي په هغو پېسو خپل کور هم جوړولی شي او زندګي پرې تېرولی شي، دا جایداد د اولس دی، په اولس کې لوږه ده، بې روزګاري ده ، ګراني ده ناروغۍ دي بې علمۍ دي، توجه اولس ته پکار ده د اولس جایداد دې چا ته ورنکړی شي)).

پوځي افسرانو ته د ځمکو ورکولو کار په جي اېچ کیو کې د جوائنټ سیکرټري په غاړه وي.

راپورونه وايي صوبايي حکومتونه دا واک نه لري چې پوځي افسرانو ته دې د صوبو ځمکې ورکړی شي یا ورنکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG