لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي په ايران داوبو پروژو ته زيان رسولو لپاره دطالبانو دکارولو تور لګوي

 دجنوبي ولايت هلمند والي حيات الله حيات امريکا غږ ته ويلي ايران غواړي طالبان دقام ځينو ډيمونو ته زيان ورسوي ترڅو تهران دهلمند ددرياب اوبو څخه لويه برخه ترلاسه کړي، هغه دې لړ کې دافغان استخباراتي کلاسيفايډ راپورونو حواله ورکړې کوم چې افغان صدارتي ماڼۍ او دملي امنيت کونسل ته ليږل شويدي.

دافغانستان دجنوبي او لويديزو ولايتونو واليانو تور لګولى چې دتهران له اړخه دبجلۍ او اوبو دپروژو دپه نخښه کولو لپاره ايران افغان طالبانو سره خپلې مخ په زياتيدونکې نزدې اړيکې کاروي.

دجنوبي ولايت هلمند والي حيات الله حيات امريکا غږ ته ويلي ايران غواړي طالبان دقام ځينو ډيمونو ته زيان ورسوي ترڅو تهران دهلمند ددرياب اوبو څخه لويه برخه ترلاسه کړي، هغه دې لړ کې دافغان استخباراتي کلاسيفايډ راپورونو حواله ورکړې کوم چې افغان صدارتي ماڼۍ او دملي امنيت کونسل ته ليږل شويدي.

حيات وويل " ايران هڅه کوي دهلمند په درياب پرمختيايي پروژو ته زيان ورسوي ترڅو دا دزياتو اوبو ترلاسه کول دوامداره وساتي"

دهلمند والي دايران پاسداران انقلاب ځواکونو کې شامل عناصر طالبانو ته په پيچيده وسلو ورکولو تورن کړي کومې چې دحکومتي تنصيباتو او انفراسټرکچر په نخښه کولو لپاره کارول کيدى شي،هغه ويلي ګڼ ناچاوديديدلي دمارټر ميزايلونه چې دطالبانو لخوا کارول شوي، ايران کې دجوړيدو نخښې پرې جوړې دي او په ولايتي سرښار توغول شويدي.

والي ويلي دايران استخباراتي استازو اوس اوس دهلمند په ناقراره ګرمسيرولسوالۍ کې دطالبانو سيمه ييزو مشرانو سره ليدنه کړې ده.

کله چې دوي او اى لخوا کابل کې دايران سفارتخانې سره دې لړ کې دتبصرې لپاره تماس ونيول شو نو سفارتخانې دڅه ويلو څخه انکار وکړو، تهران طالبانو سره دنزدې ملګرتيا تورونه رد کړي او وايي دافغانستان حکومت سره نزدې اړيکې لري.

دکابل پوهنتون کې دقانون يو استاذ ودير صافي امريکا غږ ته ويلي هغوي په دې خبره پوهيږي چې ايران داوبو دويش تړون لاندې دهاغو اوبو څخه زياته برخه غواړي کومه چې ورته ورکړى شوې ده، هغه ويلي که چرې ايران ددغه تړون لاندې دفيصله شوو اوبو څخه زياتې غواړي نو پکار ده چې افغانستان څخه دنورو اوبو په اخستو غور وکړي.

داوبو لانجه کې دطالبانو دمداخلت دغه تورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې کابل دافغانستان په هاغو ولايتونو کې دايران دمخ په زياتيدونکي مشکوک مداخلت په اړه انديښمن دى کوم چې ايران سره ګډه پوله لري، افغان سينيټ تيره مياشت طالبانو سره دايران داړيکو په اړه داطلاعاتو دپلټنو کولو امر کړى و.

افغان سيمه ييز چارواکي وايي طالبانو اوس اوس بيلا بيلو ولايتونو کې خپلې ترهه ګريزې هلې ځلې سيوا کړي دي.

دلويديز فراه ولايت والي اصف ننګ امريکا غږ ته ويلي "دطالبانو په قبضه کې دنوې وسلې او بارودو اکثريت ګڼې پوښتنې او شکونه راولاړ کړي دي"، هغه زياته کړې ده (دايران پولې ته) دنزدېوالي له امله طالبان په يوه ګينټه کې دننه ايران څخه وسلې ترلاسه کولى شي.

ننګ تيره مياشت په ايران دطالبانو کورنو ته پخپله خاوره دپناه ورکولو تور لګولى و.

ننګ تيره مياشت ريډيو ليبرټي ته ويلي وو دګڼ شمير لوړپوړو طالب مشرانو کورنۍ ايران کې ميشته دي

دطالبانو پخوانى مشر ملا اختر منصور تيرکال پاکستان کې يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوى او داطلاعاتو ترمخه هغه په ايران کې ديو شمير غونډو کولو څخه وروستو دتهران څخه(پاکستان ته) ستون شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG