لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کویټې په روغتون برید د ملکي ادارو ناکامي وه


د کويټې په روغتون ترسره شوي برید کې د ۷۰ نه زیات وکیلان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو.
د کويټې په روغتون ترسره شوي برید کې د ۷۰ نه زیات وکیلان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان د دولتي بشري حقونو ادارې د کويټې په روغتون کې ترسره شوی ترهګر برید د ملکي ادارو ناکامي ګرځولې ده، تېر کال د اګست په میاشت کې شوي دغه برید کې د ۷۰ نه زیات وکیلان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان حکومت زیاتره په خپله خاوره د ترسره کېدونکو ترهګر بریدونو زمه واري د ګاونډي هېوادونو په استخباراتي ادارو وراچوي.

د دولتي بشري حقونو ادارې (نیشنل کمېشن اف هیومن رائټس) علي نوازچوهان د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمېټۍ ته د کویټې په سول روغتون د برید احوال تېر کړی او ویلي یې دي دغه برید د ملکي ادارو د ناکامۍ له امله رامنځته شوی ؤ.

چوهان ویلي په روغتون شوي ترهګر برید کې له دې وړاندې په شیعه هزاره ګانو باندې د بریدونو طریقه کارول شوې وه.

هغه ویلي د دغه پېښې ځينې عېني شاهدانو دا هم ویلي چې د برید نه سمدست وروستو یو تن د دغه ځای ویډیو جوړوله او داسې ویل کيږي چې دغه تن نیول شوی خو تراوسه يې په اړه کومو حکومتي ادارو څه نه دي ویلي.

د قایمه کمېټۍ یو غړي صاحب زاده یعقوب ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي د ادارې مشر ته يې ویلي چې د دغه برید په ناکامۍ کې يې د زمه وارو چارواکو په اړوند کوم ګامونه پورته کړی شوي په ۱۵ ورځو کې دې ورته هغه رپورټ وړاندې کړي.

((څنګه سیکیورټي چې په یوه عدالتي احاطه کې پکار ده داسې معلوميږي چې دغه شان سیکیورټي هلته نه وه د هغوي د خبرونه داسې معلومېده خو د رپورټ وروستو به هر څه معلوم شي)).

د کمېټۍ غړو له دې وړاندې هم د کویټې د پېښو په تړاؤ په حکومتي ادارو سخت ټکونه کړي او د بلوچستان صوبې د مشر سېکتر لرې کولو سفارش يې کړی دی.

د بلوچستان صوبې اعلی وزیر سردارثناالله زهري د کویټې د روغتون د برید زمه واري د هند په استخباراتي ادارې (را) باندې اچولې وه.

د کویټې د روغتون د پېښې د پلټنو کولو دپاره د سترې محکمې د قاضي جسټس فائزعیسی په مشرۍ کمېشن هم په خپل راپور کې هم د ترهګرۍ په ضد په حکومتي تګ لاره سخت ټکونه کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG