لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وړومبی صدراتي امر لاسلیک کړی


صدر ټرمپ د پخواني جنرال جېمزمیټس د دفاع د وزیر جوړولو امر هم لاسلیک کړی دی.
صدر ټرمپ د پخواني جنرال جېمزمیټس د دفاع د وزیر جوړولو امر هم لاسلیک کړی دی.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د صدارت د چوکۍ سمبالولو وروستو خپل وړومبی انتظامي امر لاسلیک کړی چې پکې مرکزي ادارو ته د پخواني صدر باراک اوباما د روغتیا په اړوند قانون کې د نرمۍ کولو ویل شوي دي.

د ملک د ۴۵م صدر په توګه د سوګند پورته کولو وروستو د اوول په دفتر کې د مرستیال صدر مائیک پينس، د سپينې ماڼۍ چیف اف سټا ریئنس پریئبس او نورو لوړپوړو چارواکو په موجودګۍ کې نوموړي دغه امر لاسلیک کړی دی.

پریئبس ویلي د دې امر مقصد د کال ۲۰۱۰م د (افورډېبل کیئر اېکت) د صحت د ارزانه قانون په لړ کې اقتصادي بوج کمول دي. دا قانون د اوباما کيئر په نوم پېژندل کيږي.

ټرمپ په خپل صدراتي کمپاین کې دغه قانون تل د نیوکو لاندې راوستی او څو ځله یې ژمنه کړې وه چې دا قانون به ختم یا بدل کړي.

د دغه امر نور جزیات مخې ته نه دي راغلي.

د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپائسر ترمخه صدر ټرمپ د پخواني جنرال جېمزمیټس د دفاع د وزیر جوړولو امر هم لاسلیک کړی دی.

میټس د څلورو لیسزو پورې پوځ کې د خدماتو ترسره کولو وروستو درې نیم کاله وړاندې ریټائرډ شوی ؤ.

وروستو ټرمپ په رسمي ډول د خپل نوي دفاع وزیر جېمزمیټس او هوم لینډسیکیورټي (داخلي امنیت) د وزیر جان کیلي پخلی هم لاسلیک کړی دی.

په یوه بله وړه دستوره کې مرستیال صدر پینس د میټس او کیلی نه سوګند اخستی دی.

صدر ډونلډټرمپ د خپلې ورځې په اړوند خبریالانو سره په خبرو کې ویلي (دا مصروفه ورځ وه،ولې دا یوه ښه او ښکلې ورځ وه).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG