لاس رسیدونکی لینک

افغانستان: دطالبانوبريد کې ١٦ افغان پوليس عسکر وژل شوي


يو سيمه ييز امنيتي چارواکي دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته دجمعې په ورځ ويلي دقندهار ميند ولسوالۍ کې نښته شوې او زياته کړې يې ده افغان ځواکونو هم وروستو نښتو کې طالب جنګيالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب جنګيالو تيره ورځ دافغانستان قندهار ولايت کې تيره شپه ١٦ پوليس عسکر وژلي او دوه پوستې يې قبضه کړي دي.

يو سيمه ييز امنيتي چارواکي دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته دجمعې په ورځ ويلي دقندهار ميند ولسوالۍ کې نښته شوې او زياته کړې يې ده افغان ځواکونو هم وروستو نښتو کې طالب جنګيالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دنوم نه څرګندولو په شرط هغه ويلي بريدکوونکو درې دامريکايي پوځ جوړ ګاډي هم نيولي

دسيمه ييزو پوليسو يو وياند ضياء دراني امريکا غږ ته ويلي دڅلورو لوړپوړو کمانډرانو په ګډون ٢٧ طالب جنګيالي وژل شوي دي.

دولايتي حکومت وياند صميم خپلواک دجګړې پخلى کړى خو دنورو جزياتو ورکولو څڅه يې ډډه کړې ده.

خواوشا دوه کاله دمخه دامريکا په مشرۍ افغانستان څخه دزياتره نړيوالو ځواکونو له وتلو وروستو افغان جګړه کې څه رقم دمه نه ده راغلې، په نورو کالونو کې به طالبان دسختې يخنۍ او واورې وريدو موسم کې پاکستان کې خپلو روايتي ځالو ته په ستنيدو مجبوريدل ، ترڅو دغلته دمه وکړي او دراتلونکي ګرمۍ موسم کې يوځل بيا دجګړې دميدان لپاره راټول شي ، خو سږکال ديخنۍ موسم کې هم افغان جګړه کې کمى نه دى راغلى او تيره اوونۍ په يوه ورځ دافغانستان دپلازمينې کابل په ګډون بمي چاودنو او ځانمرګي بريدونو کې خواوشا ٥٦ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG