لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ دامريکا ديو موټى کولو ژمنه کړې


 دخپلې لوړې  کولو  څخه دمخه ډانلډ توقعو څرګنده کړې چې قام به  دجمعې په ورځ  داسې څه وويني چې حيرانونکي به وي، ډانلډ ټرمپ به دجمعې په ورځ دامريکا د٤٥م ولسمشر په توګه لوړه کوي.
 دخپلې لوړې  کولو  څخه دمخه ډانلډ توقعو څرګنده کړې چې قام به  دجمعې په ورځ  داسې څه وويني چې حيرانونکي به وي، ډانلډ ټرمپ به دجمعې په ورځ دامريکا د٤٥م ولسمشر په توګه لوړه کوي.

دامريکا منتخب ولسمشر ډانلډټرمپ دمحنت کولو، هيواد ديو موټى کولو او هر چا لپاره دامريکا دعظيم هيواد جوړولو ژمنه کړې ده.

دخپلې لوړې کولو څخه دمخه ډانلډ توقعو څرګنده کړې چې قام به دجمعې په ورځ داسې څه وويني چې حيرانونکي به وي، ډانلډ ټرمپ به دجمعې په ورځ دامريکا د٤٥م ولسمشر په توګه لوړه کوي.

واشنګټن ډي سي کې لنکن ميموريل کې دترسره شوي يو کنسرټ په مهال خپلو پلويانو ته دوينا په مهال ډانلډ ټرمپ وويل ددې خبرې هيڅ پرواه نه کوي چېايا موسم به ښه وي يا به زيات باران وي خو چې څه به امريکا کې کيږي هغه به ټوله نړۍ ويني

په ډاګه دې وي چې دلوړې کولو په ورځ دنري باران او سختې يخنۍ پيشګويي شوې ده.

سين سپايسر،څوک چې به دټرمپ دسپينې ماڼۍ پريس سکتر وي ويلي دټرمپ وينا به " ډيره شخصي وي،امريکا لپاره دهغه نظر"

سپايسر ويلي ټرمپ غواړي دهاغو چيلنجونو يوه خاکه وړاندې کړي چې هغوي ورسره مخ دي.

دوياند ترمخه دجمعې دغرمې څخه دراتلونکو څو ورځو په مهال به ټرمپ دحقيقي بدلون په ايجنډا عمل درامد لپاره په ګڼو احکاماتو لاسليک کوي.

منتخب مرستيال ولسمشر مايک پينس ويلي هغه او ټرمپ دلمړۍ ورځې څخه امريکايي ولس لپاره کار کولو ته چمتو دي.

سپايسر ويلي پنځوس هاغه چارواکي چې دپردې تر شا يې امريکايي حکومت کې اوباما لپاره کار کړى، هغوي په نوې انتظاميې کې په پاتې کيدو متفق شويدي.

منتخب مرستيال ولسمشر ويلي ټرمپ دلمړۍ ورځې،سلو ورځو او دوو سوو ورځو لپاره پلانونه جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG