لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د ۲۲ لاکه کورونو کمی دی


په صوبه کې شخصي ابادۍ (ټاؤنونه) جوړیږي او بېعې يې زیاتې وي، 
په صوبه کې شخصي ابادۍ (ټاؤنونه) جوړیږي او بېعې يې زیاتې وي، 

د خېبرپښتونخوا د کورونو ابادولو محکمې (هاؤسنګ اتهارټي) د شمېرې ترمخه په صوبه کې د ۲۲ لاکه کورونو کمی دی،محکمه په صوبه کې د زرعي ځمکو بچ کولو په موخه د نوؤ کورونو جوړولو پلان لري.

د کورونو ابادولو د محکمې ډایریکټر ټاؤن پلاننګ مشر سېف عثماني وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د شپږو تنو یو کور په حساب په صوبه کې ۲۲ لاکه کورونه کم دي.

نوموړي ویلي په صوبه کې شخصي ابادۍ (ټاؤنونه) جوړیږي او بېعې يې زیاتې وي، او محکمه پلان لري چې په صوبه کې داسې کورونه جوړ کړي چې په ارزانو بیعو يې خلکو له ورکړي.

د سېف عثماني په وینا یو خو د شخصي ابادو د کورونو بیعې زیاتې وي او بل دا چې زرعي ځمکې د کروندې نه ووځي.

هغه ویلي دوي په صوبه کې ضلعي ناظمانو او چارواکو ته ویلي چې د کورونو جوړېدو په اړه ورته ځایونه وښايي چې هلته کورونه جوړ کړی وشي، بل دا چې نوموړی وايي که چا سره د کور دپاره پېسې نه وي هغه هم د خپل خاوند کېدی شي په دغه اړوند د دوي په صوبه کې د شخصي بېنکونو سره هم خبرې روانې دي چې په اسانو شرطونو خلکو له د کورنو دپاره قرضې ورکړي.

هغه زیاته کړې چې په صوبه کې د دوانو نه د زرعي ځمکو بچ کولو دپاره قانون سازي هم کوي.

سېف عثماني ډیوه ریډیو سره د نوو کورونو جوړولو د منصوبې، د بېنکونو نه قرضونو اخستو او دې سره اړونده چارو باندې تفصیلي خبرې کړي دي.

پېښور کې د ډیوه خبریال حمیدالله د کورونو ابادولو د محکمې مشر سېف عثماني سره مرکه کړې، په لاندیني لنک کې اورېدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:13 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG