لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب:پوليس دلشکرجهنګوي دمشر په ګډون دڅلورو جنګيالو دوژلو دعوه کوي


دسي ټي ډي لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې هغه اوس مهال دلشکرجهنګوي مشري کوله.
دسي ټي ډي لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې هغه اوس مهال دلشکرجهنګوي مشري کوله.

دپاکستان دپنجاب ايالت سرښار لاهور سره نزدې دترهه ګرۍ دمخنيوي محکمې پوليسو يوه نښته کې دناچله تندروه ډلې لشکرجهنګوي د مشر رضوان علي په ګډون دڅلورو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ده.

دلشکرجهنګوي دمشر دوژلو دعوه خواوشا ١٨ مياشتې وروستو له هغې شوې چې جولايي کال ٢٠١٥م کې دپنجاب ايالت مظفرګړهـ سيمه کې ديوې نښتې په مهال ملک اسحاق، دهغه دوه ځامن او يوولس نور ملګري وژل شوي وؤ، دکوم څخه وروستو چې رضوان دلشکرجهنګوي مشر ټاکل شوى ؤ.

دسي ټي ډي لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې هغه اوس مهال دلشکرجهنګوي مشري کوله.

لشکرجهنګوي يوه مذهبي تندروه ډله ده چې په بنيادي توګه پنجاب ايالت کې فعاليت لري او پاکستان کې يې دسلګونو خلکو دوژلو مسؤليت منلى چې اکثريت پکې دشيعه مسلمانانو دى.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان يو راپور کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې ديو چارواکي له قوله ويل شوي رضوان علي چې په اصف چهوټو يې هم شهرت لرلو دپاکستاني طالبانو دپخواني وژل شوي مشر حکيم الله محسود او عصمت معاويه سره هم کار کړى و او هغه دقلنګ اخستو ترڅنګ دخواوشا دريوو سوو کسانو په وژنه کې ککړ وؤ.

دسي ټي ډي دبيان ترمخه څلور مشکوک کسان دلاهور شمال لويديز اړخ ته ٤٠ کلو ميټره لرې په شيخوپوره سيمه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي پوليسو لخوا ددې پټ خبر په بنياد وژل شوي چې يوه ډله ولايتي سرښار کې ديو بريد پلان جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG