لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران به په جوهري تړون بیا خبرې ونه کړي، حسن روحاني


حسن روحاني ویلي په دغه تړون اوس بیا خبرې کول هیڅ جواز نه لري.
حسن روحاني ویلي په دغه تړون اوس بیا خبرې کول هیڅ جواز نه لري.

د ایران صدر حس روحاني ویلي چې د امریکې نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې سره به ایران د جوهري تړون په سر بیا په خبرو کولو غور ونه کړي.

د امریکا منتخب صدر ټرمپ څو ځله په دغه تړون نیوکې کړي دي.

د نهې په ورځ د جوهري تړون په کال پوره کېدو خبریالانو سره په خبرو کې حسن روحاني ویلي په دغه تړون اوس بیا خبرې کول هیڅ جواز نه لري.

نوموړي ویلي جوهري تړون بشپړ شوی او د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل یې منظوري هم ورکړې ده او دا اوس یو نړیوال سند جوړ شوی دی.

د ایران صدر ویلي دا د ګڼو ملکونو تړون دی او بیا پرې خبرې کېدل ځای نه لري.

د امریکا منتخب صدر د اتوار په ورځ د (ټائمز اف لندن) سره په مرکه کې ویلي ایران سره د شوي تړون نه مطمئن نه یم او زیاته کړې يې ده د هغه په خیال دا تراوسه پورې د شوؤ تړونونو تر ټولو خراب دی.

تېر کال د ایران او لویديځ د هېوادونو ترمنځ تړون کې په ایران باندې د بندېزونو کمولو او بدل کې د دغه ملک د جوهري افزدګۍ کولو تړون شوی ؤ.

د ګل په ورځ صدر باراک اوباما د ډونلډټرمپ د نوم اخستو پرته په یو بیان کې د یاد تړون په اړه ویلي د دې تړون ګټورې پایلې مخې ته راغلي دي.

د یورپي یونین او برطانیې چارواکو هم ویلي په دغه تړون د بیا خبرو کولو په حق کې نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG