لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاین پېل شوی


پاکستان کې تېر کال یواځې په ۱۴ ضلعو کې د پولیو ۲۰ پېښې ریکارډ شوې وې.
پاکستان کې تېر کال یواځې په ۱۴ ضلعو کې د پولیو ۲۰ پېښې ریکارډ شوې وې.

د پاکستان په څلورو واړو صوبو، قبایلي سیمو او ګلګت بلتستان کې د پولیو ضد څاڅکو درې ورځنې کمپاین پېل شوی دی. د کال ۲۰۱۷م دا وړومبنی کمپاین به نن د ګل د ورځې نه تر د زیارت د ورځې پورې روان وي.

د خېبرپښتونخوا صوبې په ۲۵ ضلعو کې به د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ۵۶ لاکه او ۵۶ زرو ماشومانو ته د ۱۵ زرو نه زیات ټیمونه د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

د چارواکو په وینا قبایلي سیمو کې به لس لاکه او ۲۹ زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کيږي او د دغه کار دپاره د څلورو زرو نه زیات ټیمونه په ځای کړی شوي دي.

د بلوچستان په ۱۵ ضلعو کې به د پولیو څاڅکي ورکولی شي او په پاتې نورو ضلعو کې به د واورې د لاسه د لارو بندېدو له امله راتلونکې اوونۍ کمپاین چلولی شي.

په کراچۍ کې د پولیوضد کمپاین د چارواکو مرستیال ډاکټر نصرت وایس اف امریکا ډیو ریډیو سره خبرو کې وویل، په درې ورځني کمپاین کې به کراچۍ کې د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ۲۲ لاکه او په ټوله سندهـ صوبه کې نزدې ۸.۴ ملینه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.

چارواکي وايي د درېو ورځو وروستو به په ځینو ځایونو کې یوه او په ځینو کې نورې درې ورځې ټیمونه ګرځي او پاتې ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي.

د سرکاري میډیا ترمخه د پنجاب صوبې په یواځې شپږو ضلعو کې د پولیو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

د چارواکو په وینا ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو یقيني کولو په موخه د بسونو په اډو، رېل ګاډي په سټېشنو او عامو ځایونو باندې هم د پولیو ضد څاڅکو مرکزونه جوړ کړی شوي، او په ټول ملک کې د پولیو ټیمونو د ساتنې دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

پاکستان کې تېر کال یواځې په ۱۴ ضلعو کې د پولیو ۲۰ پېښې ریکارډ شوې وې.

خېبرپښتونخوا او سندهـ صوبه کې اته، اته پېښې، قبایلي سیمو او بلوچستان کې دوه دوه پېښې رپورټ شوې وې.

د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې درې پېښې، نوښار، پېښور، هنګو، ډي ائي خان او کوهستان کې یوه یوه پېښه مخې ته راغلې وه.

د سندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې یو، شکارپور، سجاول، بدین کې دوه دوه او جېکب اباد کې یوه پېښه ریکارډ شوې وه.

قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې دوه پېښې او د بلوچستان صوبې په کويټه او قلات ضلعو کې یوه یوه پېښه مخې ته راغلې وه.

پاکستان کې په کال ۲۰۱۵م کې د پولیو ۵۴ پېښې او د هغې نه وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې ۳۰۶ پېښې مخې ته راغلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG