لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې مدني فعالان د ویرې سره مخ دي


پاکستان کې زیاتره د بې درکه کړی شوؤ کسانو مړي موندل کيږي، او بلوچستان کې دغه ډول پېښې ډېری رامنځته شوي دي.
پاکستان کې زیاتره د بې درکه کړی شوؤ کسانو مړي موندل کيږي، او بلوچستان کې دغه ډول پېښې ډېری رامنځته شوي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو ادارې په وروستیو کې د مدني فعالانو او بلاګرانو په بې درکه کېدواندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې چې بې درکه کسان دې معلوم کړی شي.

بل لور ته د مدني ټولنې یو فعال جبران ناصر د بې درکه کسانو د مالومولو دپاره سترې محکمې ته خواست کړی دی.

پاکستان کې د مدني فعالانو او بلاګرانو په بې درکۍ امریکا او برطانیې هم اندېښنې څرګندې کړي او د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې هم دا غوښتنه شوې چې د ملک استخباراتي ادارې دې د قانون لاندې راوستی شي.

جبران ناصر وايي که څوک بې درکه کيږي یا یې کومې ادارې پورته کوي د ملک ائين هر چاته دا حق ورکوي چې هغوي دې عدالت ته وړاندې کړی شي.

نوموړی زیاتوي پاکستان کې پوځي، د ترهګرۍ پرضد او عام عدالتونه موجود دي ولې دوي نه دي خبر چې د بې درکه شوؤ کسانو مقدمې چرته اورېدل کيږي او کوم عدالت ورته د مرګ سزا اوروي.

پاکستان کې زیاتره د بې درکه کړی شوؤ کسانو مړي موندل کيږي، او بلوچستان کې دغه ډول پېښې ډېری رامنځته شوي دي.

جبران ناصر وايي سترې محکمې ته يې په خواست کې ویلي د دغو تنانو د بې درکه کېدو له امله د ټولنیزو اړیکو فعالان ویرېدلي دي او هغه ویب پاڼې چې په ریاستی ادارو باندې به يې نیوکې کولې تړل شوي دي.

((که یو تن پاکستان کې بې درکه کيږي نو له وجې يې د پاکستان عدالتونو او پارلیمان پورې خندا کيږي او د دې مطلب د ادارو اختیار چېلنج کول دي)).

پاکستان کې په وروستیو کې مدني فعالان او بلاګران سلمان حېدر، احمدوقاص ګورایه، عاصم سعید او احمدرضا نصیر بې درکه شوي او تر اوسه یې څه مالومات نشته.

د دغو کسانو په بې درکۍ د بشري حقونو ادارې هم اندېښنه څرګند کړې او یو بیان کې يې ویلي د دغو کسانو بې درکه کوونکي د پاکستان خدمت نه بلکې مخ يې خراب کړی دی. د دې ترڅنګ پاکستان اوس په هغو هېوادونو کې شماريږي چرته چې د انټرنېټ د لارې د خپلو رایو ورکوونکي غېر محفوظ دي.

ادارې ویلي ریاست دې په هغو خبرو غور وکړي چې د دغو کسانو د بې درکۍ وروستو د ملک استخباراتي ادارو ته ګوته نیول کيږي، د بشري حقونو ادارې ویلي د بې درکه شوؤ کسانو مالوميدل د ټولو په ګټه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG