لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو د داعش نه د موصل پوهنتون بیرته اخستی


د عراق دویم غټ ښار موصل د داعش وسله والو په دوه نیم کاله موده کې نیولی ؤ.
د عراق دویم غټ ښار موصل د داعش وسله والو په دوه نیم کاله موده کې نیولی ؤ.

چارواکو د خالي په ورځ ویلي د داعش وسله والو سره د جګړې وروستو یې د موصل پوهنتون کېمپس بیرته نیولی دی.

د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوونکي ځواک مېجرجنرال معان سعدي ای اېف پي ته ویلي (مونږ ویلی شو چې پوهنتون مو ازاد کړی دی).

سعدي ویلي په (۱۰ ورځو یا زیاتو کې) به د ښار ختیځه برخه هم ونیسي.

عراقي ځواکونو ویلي د موصل پینځه پُلونه يې هم خوندي کړي دي.

سعدي ویلي د دسمبر په میاشت کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو لخوا د بمبارۍ وروستو يې د ښار د ختيځ ۸۵ فیصده برخه نیولې ده.

چارواکو ویلي دوي د داعش پرضد عملیاتو کې د وړاندې په پرتله د کم مزاحمت سره مخ شوي دي، او د دجله سیند چې موصل دوه ځایه کوي د رسېدو په لار کې عراقي په تېرو دوه اوونو کې څو ضلعې نیولي دي.

د ځانګړو ځواکونو لفټننټ زېن العابدین ویلي ( په مونږ څلور موټري بمي بریدونه شوي دي وړاندې به داعش په یوه ورځ کې دغه ډول ۲۰ بریدونه کول، دوي سره اوس د وړاندې په رنګ وسله هم نشته او اوس عام ګاډي کاروي).

د عراق دویم غټ ښار موصل د داعش وسله والو په دوه نیم کاله موده کې نیولی ؤ.

د موصل پوهنتون موقعیت لرونکي ځای نقشه
د موصل پوهنتون موقعیت لرونکي ځای نقشه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG