لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت دطالبانو دپرمختګونو په اړه امريکايي راپور رد کړى


 دافغانستان ددفاع دوزارت يو وياند محمد رامديش دامريکا غږ افغان څانګې ته ويلي "دا حساب کتاب مستقل نه دى" او زياته کړې يې ده چې " اوس مونږ له دښمن څخه زياتره سيمې بيا قبضه کړيدي"
دافغانستان ددفاع دوزارت يو وياند محمد رامديش دامريکا غږ افغان څانګې ته ويلي "دا حساب کتاب مستقل نه دى" او زياته کړې يې ده چې " اوس مونږ له دښمن څخه زياتره سيمې بيا قبضه کړيدي"

افغان حکومت دامريکايي انسپکټر جنرال هاغه راپور رد کړى چې پکې ويل شوي وو افغان ځواکونه طالب جنګيالو ته علاقه دلاسه ورکوي او دقام دخوندي ساتلو جوګه نه دي.

دافغانستان ددفاع دوزارت يو وياند محمد رامديش دامريکا غږ افغان څانګې ته ويلي "دا حساب کتاب مستقل نه دى" او زياته کړې يې ده چې " اوس مونږ له دښمن څخه زياتره سيمې بيا قبضه کړيدي"

دشورو په ورځ دافغانستان دبياودانۍ په اړه امريکايي ځانګړي انسپکټر جنرل(SIGAR) پخپل راپور کې ويلي وو په کال ٢٠١٦م کې دافغان حکومت تر واک لاندې سيمه زياته کمه شوې او طالبانو ستر پرمختګونه کړي دي.

راپور کې ويل شوي وو " افغان ملي دفاع او امنيتي ځواکونه لا اوس دټول افغانستان دخوندي کولو جوګه نه دي اوپه ياغيانو يې سيمه بايللې"

راپور کې ويل شوي وو " تيرکال افغانستان کې دامريکا عسکري مشن ويلي وو يواځې 63.4 فيصده سيمه دحکومت په واک کې ده" ، خو ددې په پرتله پوځ ويلي وو نومبر کال ٢٠١٥م کې دافغان حکومت لخوا کنټرول کيدونکې سيمه ٧٢ فيصده ده.

خو افغان حکومت ويلي دي په دغه راپور کې دطالبانو دبريدونو څخه وروستو دافغان ځواکونو لخوا دسيمو دبيرته قبضه کولو په اړه شوي پرمختګونه په نظر کې نه دي نيول شوي.

افغان حکومت ويلي دي چې دټول هيواد د٤٠٧و ولسواليو کې دريوو کې دوه برخو واک لري، افغان چارواکي وايي چې طالبان په ٣٣ ولسواليو واک لري کوم چې دمجموعي ملي(سيمې) دلسو فيصدو څخه هم کمه جوړيږي خو په يو اوسۍ امريکايي عسکري اندازه کې د١١٦و ولسواليو يادونه شوې کومې چې دهيواد څلورمه برخه جوړيږي.

کابل کې ددفاع او کورنو چارو دچارواکو وينا ده په مجموعي توګه ٢٠١٦م کې ټول هيواد کې دافغان پوليسو او امنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوو عملياتو کې ١٨٥٠٠ جنګيالي وژل شوي او ١٢٠٠٠ نور ژوبل شوي دي.

شفق عمليات

افغان ملي اردو تيره مياشت دشفق عملياتو ددوهم پړاو دپيل کولو اعلان کړى و، افغان دهيواد د٣٤و څخه هاغو ١٣و ولايتونو ته پام ګرځوي، چرته چې طالب جنګيالي او ددولت اسلاميه ډلې خراسان څانګه مضبوط دي.

جګړه کې چټکتيا

دافغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ ددسمبر مياشت کې جنوب لويديز ولايت هلمند کې جګړه کې اضافه راغلې وه،ددغه ولايت په دوو ولسواليو کې جنګيالي فعاله دي.

باور کولى شي جګړه کې دغه چټکتيا دامريکايي پوځي چارواکو دهاغه اعلان پشا بنيادي عامل ګڼلى شي چې افغانستان کې نور ٢٣٠٠ اضافي امريکايي عسکر ګمارلى شي، چې ورسره دمجموعي امريکايي پوځيانو شميره ٩٨٠٠ؤ ته رسيدلې ده.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر ددسمبر مياشت کې دطالبانو په ضد جګړه او دداعش په ضد امريکايي شراکت دارانو سره دګډو عملياتو ترسره کولو په مهال دافغان ځواکونو دسيوا شوو صلاحيتونو او لچک ستاينه کړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG