لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې یو ځايي مشر باندې بمي چاؤدنه شوې


که څه هم په قبایلي سیمه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي ولې بیا هم دغلته وخت په وخت په بریدونو کې ځايي مشران او امنیتي سرتيري په هدف کيږي.
که څه هم په قبایلي سیمه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي ولې بیا هم دغلته وخت په وخت په بریدونو کې ځايي مشران او امنیتي سرتيري په هدف کيږي.

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه باجوړ ایجنسۍ کې یوه ځايي مشر باندې بمي چاؤدنه شوې او مشر پکې ژوبل شوی دی.

د باجوړ ایجنسۍ د ناوګۍ مرستيال پولیټیکل ایجنټ طارق الله خان د پېښې په اړه ډیوه ریډیو ته ویلي دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د ماموند تحصیل په کمرسر علاقه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې ملک رؤف خان په خپل ګاډي کې بازار ته روان ؤ.

د چارواکو په وینا د ملک ګاډی د سړک په غاړه ښخ کړی شوي بم کې په نخښه شوی دی.

د پولیټیکل انتظاميې چارواکو ویلي پېښه کې ملک ژوبل شوی او ګاډی يې په مکمله توګه تباه شوی دی.

د ماموند تحصیل کمرسر علاقه د افغانستان پولې ته بيخې جوخته پرته ده.

د تازه پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې ولې د ژوبل شوي ملک پلار ملک شاه جهان د طالبانو لخوا وژل شوی ؤ.

که څه هم په قبایلي سیمه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي ولې بیا هم دغلته وخت په وخت په بریدونو کې ځايي مشران او امنیتي سرتيري په هدف کيږي.

د روانې میاشتې په سر کې هم په ماموند تحصیل کې یوه بمي چاؤدنه د لیويز ځواک یو عسکر وژل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG