لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د کندوز په فضايي بریدونو کې د ۳۳ ملکي وګړو د وژنې پخلی کړی


د دغه پېښې په اړوند به نوره کارروايي نه کيږي ځکه چې امریکايي ځواکونو د خپل منلي قانون او پالیسۍ لاندې په خپله دفاع کې دا عملیات کړي دي.
د دغه پېښې په اړوند به نوره کارروايي نه کيږي ځکه چې امریکايي ځواکونو د خپل منلي قانون او پالیسۍ لاندې په خپله دفاع کې دا عملیات کړي دي.

د امریکا پوځ د زیارت په ورځ په یو راپور کې منلې چې تېر کال د نومبر په وړومبیو کې د افغانستان په شمال کې پروت ښار کندوز کې ترسره شوؤ هوايي بریدونو کې ۳۳ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي وو.

ځايي خلکو او طالبانو ویلي د کندوز د بوزې په کلي کې شوې دې بمبارۍ کې په درځنونو کورونه وران شوي وو. امریکايي او افغان چارواکو ویلي دا ګډ عملیات د هغو طالب مشرانو په ضد شوي وو چا چې د کندوز په مرکز د قبضې کولو پلان جوړولو.

امریکايي پوځ د زیارت په ورځ ویلي (د خپل او افغان ځواکونو په دفاع کې امریکايي ځواکونو په طالبانو ګوله باري کړې چا چې د عامو خلکو د کورونو څخه ډزې کولې).

بیان کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن له قوله ویل شوي چې ( د دې پرته چې حالات هر څه ؤ ماته د بې ګناه خلکو په وژنه افسوس دی، زه افغان صدر اشرف غني او اولس ته باور ورکوم چې د افغان وګړو د ساتنې دپاره به هر ممکن ګام پورته کوو).

امریکايي پوځ په خپل پلټنیز راپور کې ویلي چې د افغانستان ځانګړو ځواکونو د امریکايي صلاح کارو د یوې وړې ډلې سره په ګډه په کندوز کې د طالبانو د یوې پټې ځالې په ضد د عملیاتو منصوبه جوړه کړه، ولې یاغیانو په تېزې سره د دوي په ضد د عامو ودانو نه په دوي ډزې پېل کړې.

راپور کې ویل شوي چې (امریکايي او افغان ځواکونه د خپلې دفاع دپاره د امریکايي فضايي مرستو غوښتو باندې مجبور شو، د دغو طالبانو خاموشه کولو دپاره هوايي عملیات وشو چا چې په امریکايي طبي عمله باندې ډزې کولې چا چې ژوبل او مړه شوي کسان د هلته نه ویستل).

د بیان په اخره کې دا ویل شوي چې د دغه پېښې په اړوند به نوره کارروايي نه کيږي ځکه چې امریکايي ځواکونو د خپل منلي قانون او پالیسۍ لاندې په خپله دفاع کې دا عملیات کړي دي.

بیان کې ویل شوي چې د ډزو په نښته کې دوه امریکايي او درې افغان کمانډوز وژل شوي او د ۲۶ طالبانو په ګډون پکې د هغوي مشر هم وژل شوی او نور ۲۶ ژوبل شوي وو.

د بیان ترمخه هوايي بریدونو کې (د طالبانو د وسلې یوه ذخیره هم په هدف شوې او په هغې کې د چاؤدنې له امله عامې ودانۍ تباه شوې او شاید د دې په پایله کې عام خلک وژل شوي).

طالبانو هغه وخت ادعا کړې وه چې په علاقه کې يې یواځې درې غړي موجود وو او هغويي د افغان او امریکايي ځواکونو د بریدونو ښکار شوي وو.

کندوز کې د کال ۲۰۱۵م د اکتوبر په میاشت کې یوې نړیوالې طبي امدادي ادارې (بې پولې ډاکټرانو) د انتظام لاندې چلېدونکی روغتون د امریکا په هوايي برید کې په نخښه شوی او ۴۲ کسان پکې وژل شوي چې پکې ۲۴ ناروغان او ۱۴ د عملې غړي شامل وو. په دغو عملیاتو کې نزدې ۴۰ تنه ژوبل شوي وو.

د کندوز په دغه سیمه کې دا یواځینی طبي مرکز ؤ.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره شوي وو چې طالبانو دڅو ورځو دپاره کندوز نیولی ؤ.

امریکايي پوځ دغه برید یوه غلطي ګرځولې او بخښنه يې پرې غوښتې وه، د اعتراف باوجود په دغو عملیاتو د نیوکو او د پلټنو کولو غوښتنې يې نه دي کمې شوي.

دا وخت هم کندوز د طالبانو د بریدونو سره مخ دی او تېر کال هم د اکتوبر په میاشت کې طالبان د صوبې مرکز نیولو ته نزدې شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG