لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سندهـ صوبې ګورنر سعیدالزمان صدیقي په حق ورسېد


د سترې محکمې پخواني قاضي د تېر کال په ۱۱م نومبر د سندهـ صوبې د ۳۱م ګورنر په توګه دغه چوکۍ سمبال کړې وه.
د سترې محکمې پخواني قاضي د تېر کال په ۱۱م نومبر د سندهـ صوبې د ۳۱م ګورنر په توګه دغه چوکۍ سمبال کړې وه.

د پاکستان د سندهـ صوبې ګورنر جسټس (ر) سعیدالزمان صدیقي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۸ کالو په عمر کې په حق ورسېد.

د ګورنر د ماڼۍ نه په جاري شوې خبرپاڼه کې د ګورنر جسټس (ر) سعیدالزمان صدیقي د مړينې پخلی شوی او ویل شوي هغه د سینې او په ساه اخستو کې د تکلیف سره مخ ؤ.

سعیدالزمان صدیقي د کراچۍ په یو شخصي روغتون کې د درملنې دپاره داخل ؤ او هلته یې ساه ورکړې ده.

د سترې محکمې پخواني قاضي د تېر کال په ۱۱م نومبر د سندهـ صوبې د ۳۱م ګورنر په توګه دغه چوکۍ سمبال کړې وه.

جسټس (ر) سعیدالزمان صدیقي چې د کله نه د ګورنرۍ چوکۍ سمبال کړې ناروغه ؤ.

پخوانی قاضي د عشرت العباد نه وروستو د صوبې ګورنر جوړ کړی شوی ؤ، د صوبې پخوانی ګورنر عشرت العباد خان ۱۴ کاله د ګورنرۍ په چوکۍ پاتې شوی ؤ.

سعیدالزمان صدیقي د سترې محکمې او دسندهـ هائیکورټ مشر قاضي پاتې شوی ؤ.

هغه په کال ۲۰۰۸م کې د مسلم لیګ (ن) ډلې لخوا د صدارت کاندید ؤ او د پخواني پوځي صدرپرویز مشرف په وخت کې يې د پي سي او لاندې د سوګند اخستو نه انکار هم کړی ؤ.

د نوي ګورنر ټاکل کېدو پورې به د ګورنر چوکۍ د سندهـ اسمبلۍ اسپیکر اغاسراج دراني سره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG