لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي سیمو پښتونخوا کې د شاملولو په حق او مخالفت کې مظاهرې


کمېټۍ په خپلو سفارشاتو کې ویلي چې د فاټا ۷۰ فیصده خلک په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي.
کمېټۍ په خپلو سفارشاتو کې ویلي چې د فاټا ۷۰ فیصده خلک په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د قبایلي سیمو (فاټا)د اصلاحاتو په اړه مرکزي کابینه کې بحث روان دی او ویل کيږي په نزدیو کې به کابینه کې د فاټا د راتلونکې په اړه فېصله وشي.

په عېن حال کې چې د فاټا د مستقبل په اړه پرېکړه کيږي په خېبرپښتونخوا صوبه او قبایلي سیمو کې د فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د شامليدو په حق او مخالفت کې د احتجاجي مظاهرو لړۍ پېل شوې ده .

د ګل په ورځ د جمعیت علما اسلام (ف)ډلې لخوا په باجوړايجنسۍ کې مظاهره شوې او دغه ګوند ویلي چې په راتلونکې کې په خېبر او کرم ايجنسۍ کې د دغه ډول مظاهرو پلان لري.

جمعیت علما اسلام (ف) ډله د قبایلي علاقو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د شامليدو د پاره د رایې شمارۍ غوښتنه کوي.

بل لور ته نن د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې لخوا احتجاجي مظاهره راجوړه کړی شوې وه، او مسلم لیګ (ن)غواړي چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا کې شامله کړی شي.

د قبايلي سيمود زده کوؤنکو سازمان اعلان کړی چې سبا د چهارشنبې په ورځ به د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو په حق کې احتجاجي مظاهره کوي.

دا مظاهرې په داسې حال کې تُندې شوي چې څو ورځې وړاندې د سيفران وزير عبدالقادر بلوچ رسنیو ته ويلي وو چې پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي او جميعت علما اسلام (ف) ډله يي د فاټا د اصلاحاتو دپاره جوړې کمېټۍ سفارشاتو باندې په اعتماد کې اخستې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنيټر عثمان کاکړ ډيوه ريډيو ته ويلي دوي د فاټا په اړوندپه خپل دريز اوس هم کلک ولاړ دي

" عبدالقادر بلوچ غلط بياني کوي ، دوي غواړي چې د اصلاحاتو په اړه دې د قبايلي سيمي د اولس راېې معلومه کړی شي"

د قبایلي سیمې کرم ايجنسۍ نه د پارليمان غړي ساجد حسين طوري په وينا دوي خوشبينه دې چې په دې اوونۍ کې به وفاقي کابينه د اصلاحاتو منظوري ورکړي.

په کال ۲۰۱۴م د وزیراعظم نوازشریف په وینا د قبایلي سیمې د اصلاحاتو دپاره پينځه کسیزه کمیټي جوړه شوې وه، چې مشري یې د وزیراعظم د بهرنو چارو مشارو سرتاج عزیزکوله. دې کمېټۍ د قبایلي سیمو دورې کړي او په خپلو سفارشاتو کې يې ویلي چې د فاټا ۷۰ فیصده خلک په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG