لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: وسله والې ډلې د بلوڅ بېلتون خوښو نه زیات ګواښ دی


تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او جماعت الاحرار ډله د ملک دپاره اوس هم غټ ګواښ دی.

د پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډيز په نوم ادارې په خپل کالیز راپور کې ویلي چې په ملک کې اسلامي تُندلارې ډلې د بلوڅ بېلتون پالو نه زیات ګواښ دی.

د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډيز د راپور ترمخه که څه هم په کال ۲۰۱۶م کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او جماعت الاحرار ډله د ملک دپاره اوس هم غټ ګواښ دی.

د راپور ترمخه په کال ۲۰۱۶م کې ترهګر بریدونه ۲۸ فیصده کم شوي او د ملک په ۵۷ ضلعو کې ۴۵۷ ترهګرو بریدونو کې ۹۰۸ کسان وژل شوي دي.

دغه ډول په راپور کې ویل شوي چې که څه هم تېر کال ځانمرګي بریدونه کم شوي ولې ۵۰ فیصده هدفي وژنې هم شوي دي.

راپور کې زیاته کړی شوې که په فرقه ییزه نښتو او تشدد کې کمی راغلی ولې د دې ترڅنګ پکې دا خبرداری هم ورکړی شوی چې د فرقه ییزه ډلو د فعاله پاتې کېدو سره فرقه ییزه نښتې او تشدد سېوا کېدی شي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډيز په راپور کې دا هم ویل شوي چې په کال ۲۰۱۶م کې لشکرجهنګوي نومې وسله واله ډله د لشکرجهنګوي العالمي په نوم بدله شوې او دا ښایي چې دغه ډله خپل عملیات پراخوي او د نړیوالو ترهګرو ډلو لکه داعش سره د ځان برابرلو توان ته وده ورکوي، او د بلوچستان صوبې په خضدار سیمه کې یو مزار باندې ترسره شوی برید د دې ښکاره مثال دی.

پاکستان کې د امریکايي وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان وایي دا یو سوچ دی چې لا ختم نه دی،

(د دغه سوچ لاندې ډېر خلک داسې دي چې هغوي اوس هم دغو تنظیمونو ته په ښه نظر ګوري چې دوي ډېر مهمه کار کوي، ماته داسې نه ښکاري چې د دوي د خاتمې دپاره په حکومتي سطح باندې یا په مقامي کچ باندې داسې طریقه کار شوی وي چې دوي کومه وینا کوي چې مونږ جهاد کوو یا د انګرېز خلاف لګیا ؤ او د انګرېز یا د امریکې ملګري وي).

د پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډيز مشر محمدعامر رانا وایي که څه هم د پاکستان ریاست د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او نور ډلو په ضد عملیات کړي ولې بیا هم جماعت الاحرار او لشکر جهنګوي العالمي په رنګ ډلې پیاوړي کيږي.

( دا ډلې بیا منظم کيږي ځکه دا خطره لا موجوده ده څو پورې چې د دوي دا توان نه وي کمزوری کړی شوی یا ختم کړی شوی چې دوي بیا رایوځای نشي ترهغې پورې به دا مسله روانه وي).

د راپور ترمخه د مذهبي وسله والو ګواښ به ترهغې موجود وي تر څو چې ریاست د طاقت کارولو پرته د دغو ډلو د مخې نیولو بله کومه لار نه وي خپله کړي او د جماعت الاحرار پیاوړي کېدل د ټي ټي پي د عملي توان کمزوري کېدل څرګندوي.

جماعت الاحرار نومې ډلې په کال ۲۰۱۶م کې ۶۶ او ټي ټي پي ۱۰۶ بریدونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG