لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغانستان ته دنورو امريکايي پوځيانو دليږلو پلان رد کړى


 دامريکايي هوايي ملاتړ او عسکري صلاح مرانو په مرسته،افغان حکومت اوسنو مياشتو کې  په سرښار لشکرګاه  دواک برقراره ساتلو جوګه شوى.
 دامريکايي هوايي ملاتړ او عسکري صلاح مرانو په مرسته،افغان حکومت اوسنو مياشتو کې  په سرښار لشکرګاه  دواک برقراره ساتلو جوګه شوى.

طالبانو دافغانستان جنوبي ولايت هلمند ته دنورو دريوو سوو امريکايي پوځيانو دليږلو امريکايي پلان رد کړى دى.

دکال ٢٠١٤م په اخره کې افغانستان څخه دزياتره امريکايي پوځيانو دوتلو او نيټو لخوا دخپل جنګي مشن دختمولو راپديخوا تندلارو دهلمند زياتره ولسوالۍ قبضه کړي دي.

دامريکايي هوايي ملاتړ او عسکري صلاح مرانو په مرسته،افغان حکومت اوسنو مياشتو کې په سرښار لشکرګاه دواک برقراره ساتلو جوګه شوى.

دطالبانو پرمختګونه

دطالبانو لخوا دجاري شوي بيان ترمخه هغوي ګڼ شمير کې دامريکا په مشرۍ دبهرنو ځواکونو دموجوديت باوجود پرمختګونه کړي او " دڅو سوو پوځيانو راتګ به دهغوي مخه ونه نيولى شي"

بيان کې ويل شوي دي " دغه رقم ګامونه د(رخصتيدونکي ولسمشر براک) اوباما وروستۍ ناکامه هلې ځلې دي"

امريکايي ميرين کور تيره اوونۍ اعلان کړى و چې افغانستان کې به دنيټو دصلاح مشورې دمشن دبرخې په توګه سږکال وروستو درې سوه عسکر ګماري.

دغه اعلان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې ويره ده په کال ٢٠١٦م کې دجګړې ميدان کې شوي پرمختګونه به طالبان دراتلونکې ګرمۍ موسم کې دلويو عملياتو کولو جوګه کړي.

دنيټو دتربيې او صلاح دمشن لاندې امريکا افغانستان کې خواوشا اته نيم زره پوځيان لري، دغو پوځيانو ته دالقاعده او داعش سره دتړلو جنګيالو په ضد دترهه ګرۍ دمخنيوي دازادانه عملياتو ترسره کولو کار هم سپارل شوى.

امريکا دافغانستان په اړه ژمنه ده

خودامريکا دعسکري مشن راتلونکى په ډاګه نه دى ځکه ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان کې دعملياتو په اړه تقريباً هيڅ نه دي ويلي، کوم چې دامريکا ترټولو اوږده جګړه جوړه شوې ده.

خو يو لوړپوړي امريکايي سفارتکار دخالي په ورځ کابل ته ديو سفر په مهال افغان مشرانو ته باور ورکړى چې واشنګټن دهغوي دهيواد دسولې،خوشحالۍ او امنيت په اړه ژمن دى.

دسياسي چارو انډرسيکرټري اف سټيټ تهامسن شينن ويلي دي" افغانستان سره زمونږ ژمنه په ٢٠مه جنورۍ( کله چې به ټرمپ دصدارتي چوکۍ لوړه کوي) ختميږي نه بلکې ددې برعکس به نوره ژوريږي او ددې اړيکو ستراتيژيکي ارزښت ټولو ته په ډاګه دى. "

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG