لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت هيواد کې نمونځ لپاره ديو شان وخت په ټاکلو غور کوي


 دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزير سردار محمد يوسف په دې اړه دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ته ويلي د"نظام صلوة" متعارف کولو په اړه به دټولو صوبو اعلي وزيرانو سره تماسونه نيسي.
دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزير سردار محمد يوسف په دې اړه دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ته ويلي د"نظام صلوة" متعارف کولو په اړه به دټولو صوبو اعلي وزيرانو سره تماسونه نيسي.

دپاکستان مرکزي حکومت ويلي هيواد کې دټولو مذهبي فرقو لپاره ديو شان نمونځ دوخت دمتعارف کولو پلان جوړوي.

دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزير سردار محمد يوسف په دې اړه دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ته ويلي د"نظام صلوة" متعارف کولو په اړه به دټولو صوبو اعلي وزيرانو سره تماسونه نيسي.

دحکومتي پريکړې دسپيناوي کولو په ترڅ کې سردار يوسف ويلي صوبايي حکومتونه به ، لږ ترلږه په ضلعي کچه خپلو اړونده ايالتونو کې، دنمونځ دوخت مهال ويش مخې ته راوړي او دغه مهال ويشونه به ټول پاکستان کې دسيمه ييز وخت دساحو سره سم جوړولى شي.

هغه ويلي ديو شان نمونځ ادا کولو په نظام عمل کول به دايالتي چارواکو مسؤليت وي او دهغه وزارت تراوسه دې لړ کې مثبت ځواب ترلاسه کړى.

دمذهبي چارو وزير دعوه کړې چې اسلام اباد کې په نظام صلوة اتيا فيصده جوماتونه عمل کوي او هغه غواړي دغه نظام دهيواد په ټولو ښارونو او ضلعو کې پځايې شي.

هغه هيواد کې ديو شان نمونځ دادا کولو په مهال ويش دعمل کولو لپاره کومه نيټه خو نه ده ټاکلې خو ويلي يې دي دا دحکومت اوليت دى.

هغه دا هم ويلي چې دجمعې دورځې لپاره ديو شان خطبو په اړه پريکړه به هم وروستو وکړى شي.

په ډاګه دې وي چې دکال ٢٠١٥م دمئ مياشت کې دپاکستان مرکزي حکومت يواځې پلازمينې اسلام اباد لپاره ديو شان نمونځ دادا کولو نظام مخې ته راوړى و خو په دغه پريکړه په حقيقي معنو کې عمل درامد نه دى شوى.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG