لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيتن ياهو دفلسطيني دوژونکي پوځي دبخښنې غږ کړى


 دميډيا راپورونه يو شل کالن پوځي ايلور ازاريه هاغه ژوبل ٢١ کلن فلسطيني عبدالفتح الشريف په سر په ډزو ويشتلى و څوک چې په سړک پروت او دخوځيدو جوګه نه و، اسرايلي محکمې دغه پوځي مجرم ګرځولى.
دميډيا راپورونه يو شل کالن پوځي ايلور ازاريه هاغه ژوبل ٢١ کلن فلسطيني عبدالفتح الشريف په سر په ډزو ويشتلى و څوک چې په سړک پروت او دخوځيدو جوګه نه و، اسرايلي محکمې دغه پوځي مجرم ګرځولى.

داسرايل وزيراعظم بنيامن نيتنياهو دهاغه عسکر دبخښنې غوښتنه کړې کوم چې ديو ژوبل فلسطيني په وژلو مجرم ګرځول شوى دى.

دميډيا راپورونه يو شل کالن پوځي ايلور ازاريه هاغه ژوبل ٢١ کلن فلسطيني عبدالفتح الشريف په سر په ډزو ويشتلى و څوک چې په سړک پروت او دخوځيدو جوګه نه و، اسرايلي محکمې دغه پوځي مجرم ګرځولى.

دغه پېښه داردن لويديز الخليل هيبرون کلي کې تيرکال دمارچ په مياشت کې رامينځته شوې وه او ويډيو يې هم خپره شوې وه.

تيرکال په ٢٤م مارچ عبدالفتح الشريف او دهغه ٢١ کالن ملګري رمزي القصراوي دچاقو په وار سره يو اسرايلي پوځي ژوبل کړى و دکوم څخه وروستو چې دغلته موجود يو بل اسرايلي پوځ په فلسطيني بريدکوونکو ډزې کړې وې چې پکې قصراني په موقع وژل شوى او شريف ژوبل شوى و.

ددغه پېښې څخه څو منټه وروستو يو فلسطيني ويډيو جوړه کړې وه چې پکې شريف په ژوندي حالت کې ليدل کيدى شي، ويډيو کې ښکاري چې يو اسرايلي پوځي دڅو ميټره لرې فاصلې څخه په ژوبل شوي تن ډزې کوي او له امله يې هغه ساه ورکوي.

دپريکړې څخه دمخه اسرايل کې لاريونونه وتلي او اړى ګړى په نظر راغلى.

داسې په لمړي ځل شوي چې پوځ دفلسطيني بريد په مهال ديو پوځي لخوا دشوي ګام غندنه کړې ده.

کرنل مايا هيلر، چاچې دغه پريکړه اورولې ويلي " دا حقيقت دى چې په ځمکه پروت تن ترهه ګر و، ددې هيڅکله دا معنا نه ده چې هغه سره ناوړه چلند وکړى شي"

دپريکړې داوريدل کيدو څخه وروستو اسرايلي وزيراعظم بنيامن نيتن ياهو ويلي هغه غواړي ازاريه وبخښل شي.

نيتن ياهو ليکلي " زمونږ پوځ زمونږ دوجود بنياد دى، داسرايلي دفاع ځواکونو عسکر زمونږ بچي او بچيانې دي او هغوي ته دټولو شخړو څخه استثنا ترلاسه کيدل پکار دي، زه ايلور ازاريه لپاره دبخښنې حق کې يم"

صدر ريون رولين هاغه شخصيت دى چې دغه رقم کومه پريکړه کولى شي، دهغه ددفتر وينا ده صدر دعدالتي عمل په حق کې دى، چې پکې داپيل نظام شامل دى، دکوم څخه وروستو چې هغه دبخښنې لړ کې سوچ کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG