لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې دعسکري صلاح کارانو شميره غبرګه کړى شوې ده،ايتلاف

 دايتلاف وياند کرنل جان ډورين دبغداد څخه ديو ويډيو کانفرنس له لارې ويلي دايتلاف دصلاح کارانو شميره اوسنو اوونو کې ٤٥٠و ته سيوا کړى شوې ده، ډورين ويلي داضافي صلاح کارانو مقصد دعراقي ځواکونو پرمختګونو کې تُندي راوستل دي.

ديو امريکايي عسکري چارواکي وينا ده چې دامريکا په مشرۍ ايتلاف عراق کې دخپلو هاغو عسکري صلاح کارانو شميره غبرګه کړې کوم چې داعش څخه دموصل دقبضې ختمولو لپاره دعراقي ځواکونو مرسته کوي.

دايتلاف وياند کرنل جان ډورين دبغداد څخه ديو ويډيو کانفرنس له لارې ويلي دايتلاف دصلاح کارانو شميره اوسنو اوونو کې ٤٥٠و ته سيوا کړى شوې ده، ډورين ويلي داضافي صلاح کارانو مقصد دعراقي ځواکونو پرمختګونو کې تُندي راوستل دي.

ډورين په ډاګه کړې چې امريکايي ځواکونه دوړاندې عسکرو دصف څخه شاته برقراره دي، خو په ډاګه کړې يې ده چې عسکري صلاحکاران موصل ته داخل شوي ، کوم چې دعراق دوهم لويې ښار دى.

دايتلاف ترمخه عراق کې خواوشا پينځه زره امريکايي عسکر ګمارلي او دامريکايي ځانګړو ځواکونو پرسونل هم په ځمکه دداعش په ضد جنګيدلى.

دملګرو ملتونو ترمخه داکتوبر مياشت کې دموصل دعملياتو دپيل کيدو څخه راپديخوا ديو لک پينځه ويشتو زرو څخه زيات عراقيان بې کوره شوي دي.

دپينټاګان داندازو ترمخه موصل کې اوس هم دداعش ددريوؤ زرو څخه تر پينځوؤ زرو پورې جنګيالي موجود دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG